مزارشريف (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۵): د بلخ کروندګر وايي، دا چې کښتونو يې د ژوند لومړنۍ اړتياوې نه پوره کولې، نو د کوکنارو کرلو ته يې مخه کړې ده، خو چارواکي يې د له منځه وړو خبره کوي.
سږ کال د دغه ولايت په چمتال او چاربولک ولسواليو کې په پراخه کچه او په شولګر، بلخ، دولت اباد، دهدادي، خلم او د ځينو نورو ولسواليو په يو شمېر سيمو کې هم کوکنار کرل شوي دي.
کروندګر وايي، د کرنيزو اسانتياوو د نه لرلو له امله د بل هر کښت حاصل کم شوی، لګښت هم نه شي پوره کولی؛ نو د ژوند تېرولو لپاره د کوکنارو کر ته ځان مجبور ګڼي.
د بلخ دولتي چارواکي په پراخه کچه د کوکنارو کر په اړه څه نه وايي؛ خو ټينګار کوي چې له راشنه کېدو سره به يې د له منځه وړو کمپاين پيل شي.
د چمتال ولسوالۍ د بارګاه کلي اوسېدونکي کروندګر محمدرفيق د دې تر څنګ چې وايي، سږ کال يې په شل جريبه ځمکه کوکنار کرلي، پژواک خبري اژانس ته زياته کړه: ((يواځې ما نه، زموږ د ولسوالۍ هر دهقان کوکنار کرلي دي، بله چاره نشته.))
هغه وويل، د نورو کښتونو محصولات دومره بازار نه لري چې د دهقان د ژوند اسانتياوې دې په سمه توګه برابرې کړای شي.
د چاربولک ولسوالۍ کروندګر حاجي ميرخان پژواک ته وويل، د دې ولسوالۍ په زياترو سيمو کې بزګرو کوکنار کرلي دي.
د ده په وينا، ډېر کلونه يې کوکنار ونه کرل، خو بزګري يې د ژوند لومړنۍ اړتياوې هم پوره نه کړې.
هغه وايي: ((تېر کال مې په لس جريبه ځمکه کې پياز وکرل، ټول راته پاتې شول، ډېر مې هېڅ راټول نه کړل، څوارلس کيلو يې رانه په دېرش افغانيو غوښتل، پر ځمکه مې همداسې پرېښودل.))
ميرخان زياته کړه، سږ کال يې په ۳۰ جريبه ځمکه کوکنار وکرل او پيسو ته يې هم په تمه دی.
نوموړي وويل، يواځې په چاربولک کې نه، بلکې په چمتال، بلخ، دولت اباد، دهدادي، خلم او ځينو نورو ولسواليو کې هم کروندګرو کوکنار کرلي دي.
د بلخ دولتي چارواکي د کوکنار د کر د تاييد تر څنګ وايي، د افغانستان د اساسي قانون له مخې د نشه يي توکو کر، قاچاق او کارونه يې غير قانوني چاره ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن