ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې دوولس زره کډوالو ته د ځمکې نومرې ورکول کېږي

لغمان کې دوولس زره کډوالو ته د ځمکې نومرې ورکول کېږي

author avatar
24 Nov 2016 - 14:12
لغمان کې دوولس زره کډوالو ته د ځمکې نومرې ورکول کېږي
author avatar
24 Nov 2016 - 14:12

کابل (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۵): د لغمان ولايت چارواکي وايي، په مهترلام ښار کې د دغه ولايت د ۱۲زره بېرته راستنو شوو کډوالو لپاره نوی ښارګوټى منظور شوی او ډېر ژر به يې د نومرو د وېش لړۍ پيل شي.

د لغمان ولايت د رسنيو او اړيکو له دفتره نن (د ليندۍ څلورمه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښارګوټى د مرکز مهترلام اړوند د بابا صاحب په دښته کې جوړېږي.

سرچينه زياتوي: "نن يې ټولې چارې بشپړې شوې او دغه پروژه منظور شوه چې په نږدې څو ورځو کې به يې عملاً بېرته راستنو شوو کډوالو ته د استوګنيزو نومرو د وېش لړۍ پيل شي."

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښارګوټي ته د اوسني وخت د ژوند د اړتیا وړ ټولې عصري اسانتياوې او ښاريانو ته غوره ښاري خدمات او امکانات په نظر کې نیول شوي چې سربېره پر استوګنيزو نومرو سوداګريزې، خدماتي او شنې ساحې او پارکونه به هم ولري.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د نقشې او پلان د ليدو پر مهال ولايتي چارواکو ته وويل چې د کډوالو ځای پر ځای کول او د هغوی سمه پالنه يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.

هغه وايي، دې برخې ته د ښې رسېدنې په موخه اړوند کمېسيون دنده لري څو په نږدې راتلونکي کې له قانون او طرزالعمل سره سم په دغه ښارګوټي کې هغو اړو کډوالو کورنيو ته استوګنيزې نومرې ووېشي چې په ۲۰۱۶ کال کې تازه دغه ولايت ته راستنې شوې دي.

د هغه په وينا، په دويم پړاو کې به د کډوالو د روغتيا، د څښاک د روغتيايي اوبو د رسولو او د کډوالو د ښوونې او روزنې چارو ته د اړوند دولتي او نړيوالو مرسته کوونکو ادارو په ملتيا جدي پاملرنه وشي.

نعيمي له بېرته راستنو شوو کډوالو وغوښتل چې د بې نظميو، د غصب د مخنيوي او د اړينو مرستو د ترلاسه کولو په موخه دې د کډوالو چارو له رياست سره ځانونه ثبت کړي تر څو د پلان له مخې ورته په دغه نوي ښارګوټي کې استوګنيزې نومرې ورکړي.

د يادونې ده، د تېر کال د ليندۍ مياشتي راهيسې تر اوسه ۴۴۲۸ کورنۍ لغمان ستنې او د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې مېشت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.