کابل (پژواک ٦ ليندۍ ٩٥): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د اوبلن ګاز، پټرول او ډېزل تېلو او سون توکو بيې لوړې شوې، خو د عربي سرو زرو بيه راټيټه شوې ده.
د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه لېټر ډېزل تېلو بيه له ٤٧ افغانيو ٤٨ افغانۍ او د يوه لېټر پټرول تېلو بيه له ٤٦ افغانيو ٤٧ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د هغه په وينا، په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيو لوړېدو له امله په کابل ښار کې هم د تېلو بيې لوړې شوې دي.
دغه راز د کابل د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي عبدالحکيم وويل، د يوه خروار (٨٠ من) ارچې لرګيو بيه له ٦٤٠٠ افغانيو ٦٥٠٠ افغانيو ته لوړه شوې، خو د يوه خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه د تېر شنبې په څېر په ٦٩٠٠ افغانۍ ده. نوموړي وويل، چې د ارچې لرګيو بيه د اړتيا د زياتېدو له امله لوړه شوې ده.
د اوبلن ګازو بيه د کابل ښار په بېلابېلو سيمو لوړه شوې ده.
د کابل ښار د تايمني پروژې د لومړي سرک يوه ګاز پلورونکي هم وويل، نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه کيلوګرام اوبلن ګازو بيه له ٦٠ افغانيو ٦٥ ته لوړه شوې ده.
دغه راز د قلعه زمانخان د پل پاچا سيمې يوه ګاز پلورونکي محمد سليم وويل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د يوه کيلوګرام اوبلن ګازو بيه له ٦٥ افغانيو ٧٠ ته لوړه شوې ده.
دغه ګاز پلورونکي وايي، د اوبلن ګازو بيه د هوا د سړېدو او د اړتيا د زياتېدو له امله لوړې شوې دي.
خو د عربي سرو زرو بيې راټيټې شوې دي.
د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمد فواد وويل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٢٥٠ افغانيو ٢٢٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې، خو د ٥٨٥ عيار يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٧٥٠ افغانۍ ده.
نوموړي وويل، چې د سرو زرو بيې په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو بيو د راټيټېدو له امله ارزانه شوې دي.
د خوراکي توکو بيو کوم بدلون نه دى کړى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن