سرپل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٥): تېره شپه د سرپل ولايت د مرکز اړوند په "امام خورد" څلورلارې کې د فوتسال لوبغالي د چت لوېدو له امله يو لوبغاړى مړ او یو بل ټپي شوی دی.
د سرپل د ولايتي شورا مشر محمدنور رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه نيمې بجې هغه مهال رامنځته شوه چې لوبغاړي په ميدان کې پر لوبه بوخت وو.
د هغه په وينا، دغه پېښه د واورې د ورښت او فوتسال لوبغالي د غير معياري جوړښت له امله رامنځته شوې ده.
د سرپل په مرکز کې شاوخوا نيم متر واوره ورېدلې ده.
ځايي خلک وايي چې مړ شوى کس ١٦ او ټپي شوى ١٨ کلن دي. د هغوى په وينا دغه دواړه د تره زامن دي.
په پېښه کې ټپي شوى لوبغاړى د سرپل ولايتي روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوى دى.
د دغه روغتون د بېړنۍ څانګې د معلوماتو له مخې، د ټپي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن