ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: سرپل کې داعش او طالبان سره ملګري دي

والي: سرپل کې داعش او طالبان سره ملګري دي

author avatar
26 Nov 2016 - 18:29
والي: سرپل کې داعش او طالبان سره ملګري دي
author avatar
26 Nov 2016 - 18:29

مزارشريف (پژواک، ۶ ليندۍ ۹۵): د سرپل والي محمد ظاهر وحدت دغه ولايت له لوړ امنيتي ګواښ سره مخامخ وباله او له مرکزي دولت څخه يې د جدي مرستو او ملاتړ غوښتنه وکړه.

نوموړي د ليندۍ په ۶مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، له تېرو څوارلس مياشتو د دغه ولايت کوهستانات ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو په ولکه کې ده.

ظاهر وحدت له تېرو ١٣ مياشتو راهيسې د سرپل د والي په توګه دنده پيل کړې، چې په ياده موده کې دغه ولايت د وسله والو مخالفينو له خوا د دوو سترو جګړو ډګر وګرځېد.

د سرپل والي وويل، دوه مياشتې وړاندې په سنچارک ولسوالۍ باندې د وسله والو مخالفينو له لوري بريد وشو، چې ناکام کړای شو

همداراز پنځلس ورځې وړاندې د سرپل د سقوط په موخه د شمال زون د بېلا بېلو ولايتونو طالبانو په دغه ولايت بريد وکړ، چې بيا هم بريالی نه شول.

هغه وايي، په دغه بريد کې يواځې د سرپل طالبان نه، بلکې د شمال زون د شاوخوا ولايتونو وسله والو طالبانو  او نظامي مشرانو يې برخه لرله، چې د ولايت پر مرکز او ځينو ولسواليو يې له پنځو خواوو بريد کړی وو.

وحدت وويل، په وروستيو بريدونو کې ۶۴وسله والو مخالفين ووژل شول او ۸۵ تنه ټپيان شول.

نوموړي په دواړو جګړو کې له ولسمشر اشرف غني، له ملي اردو او له افغان هوايي ځواک څخه مننه وکړه، چې شېبه په شېبه يې د سرپل د خلکو ملاتړ وکړ.

خو د سرپل والي په ټوله کې د سرپل د امنيتي حالت د نه کنټرولېدو پړه پر مرکزي دولت واچوله.

هغه وويل: ((سربېره پر دې چې موږ او خلکو بار بار له دولت څخه غوښتنه کړې، خو په تېرو ديارلسو مياشتو کې د مرکزي دولت له خوا د امنيتي ځواکونو له اړخه کوم ستر عمليات په دغه ولايت کې تر سره شوي نه دي.))

ظاهر وحدت وويل، د همداسې کړنو له امله له تېرو ديارلسو مياشتو د سرپل کوهستانات ولسوالۍ د شمال زون په کچه د وسله والو مخالفينو په ستر تعليمي او نظامي مرکز بدله شوې ده، چې د بهرنيو ترهګرو له لوري په کې تروريستي زده کړې پر مخ وړل کېږي.

د ده د معلوماتو له مخې، په دغې ولسوالۍ کې تر دې دمه ۶۰ طالبان يواځې د ځانمرګو بريدونو لپاره چمتو کړای شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.