ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز بزګران د واورې ورښت د کروندو لپاره اغېزناک بولي

د نيمروز بزګران د واورې ورښت د کروندو لپاره اغېزناک بولي

author avatar
27 Nov 2016 - 19:04
د نيمروز بزګران د واورې ورښت د کروندو لپاره اغېزناک بولي
author avatar
27 Nov 2016 - 19:04

زرنج (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٥): د نيمروز ولايت اوسېدونکي او بزګران، له اتو کلونو وروسته په دغه ولايت کې د واورې ورېدل خپل کښت او کرنې ته اغېزمن بولي .

د نيمروز د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ادارې مشر محمد اکبر شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل  چې پرون شپه د زرنج اوسېدونکي له اتو کلونو وروسته د يوه سانتي متره واورې شاهدان و، چې له همدې امله خلک هيله لري چې سږ کال به يې کرنه او حاصلات هم ښه وي.

نوموړي وويل چې د واورې ورښت د ياد ولايت د حاصلاتو او کرنې د ودې لپاره ښه زېرى دى.

نوموړي زياته کړه، چې تېر کال په نيمروز کې د هندواڼو او خربوزو حاصلات شا وخوا ١٧٠ زره ټنه او غنم او اوربشې شا وخوا ٣٥ زره ټنه و، چې سږ کال د واورې په ورښت سره هيله ده  چې دغه کچه له شل تر دېرش سلنه لوړه شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې په تېرو کلونو کې به تر اتيا ملي مترو پورې واوره ورېده، خو سږ کال د واورې د ورښت له امله اټکل کېږي، چې د نيمروز په ولايت کې تر سل سانتې متره پورې واوره ووريږي.

د ياد ولايت د کرنې او اوبو لګولو رييس وويل: "د ځمکې لاندې پر اوبو هم ښه اغېز کوي، څاګانې له اوبو ډکوي، ځکه په نيمروز کې د اوبو د کمښت پر مهال، د ځمکې له ژورو اوبو ګټه پورته کېږي."

د زرنج ښار يوه هټۍ وال داود وويل: "انشاءالله چې له باران او واورې ډک ژمى به ولرو، ځکه تر اوسه چې ژمى نه دى رارسېدلى، واوره ورېدل پيل شوي دي."

د نوموړي په وينا، د واورې او باران ورښتونه پر دې سربېره چې د سيندونو او څاګانو اوبه زياتوي، د ناروغيو په له منځه وړلو کې هم مهم رول لري.

د نيمروز يوه بزګر امين الله پژواک ته وويل: "چې له اسمان يو څاڅکى اوبه هم راپرېوځي، موږ ډېر ورته خوشاليږو."

د ويلو ده، چې نيمروز د هېواد له هغو ولايتونو شمېرل کېږي، چې د اوبو کچه يې کمه ده، چې په يوه کال کې پکې له له څلور-پنځه ځلې زيات باران نه کېږي او شپږ-اته کاله وروسته پکې ورښتونه کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.