کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٥): طبيعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزارت وايي، ژمي موسم کې د احتمالي زيان ليدونکو لپاره ٢٠٠ ميليون افغانۍ او له شلو زرو کورنيو سره غذايي مرستې چمتو شوې چې د يو شمېر ولايتونو مرکزونو ته لېږدول شوې دي.
دغه مطلب طبيعي پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزير ويس برمک، نن په ولسي جرګې څرګند کړ.
د هغه په وينا، ټاکل شوې چې د يادو دوه سوه ميليون افغانيو له جملې يې هر ولايت ته له درې تر پنځه ميليون افغانيو پورې وسپارل شي.
برمک وويل، له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې دغه راز په ژمي کې له احتمالي زيان ليدونکو ٢٠زره کورنيو سره خوراکي مرسته هم چمتو کړې او د اټکل شوو ګواښونو په موخه يې د ولايتونو په مرکزونو کې ځاى پر ځاى کړې ده.
نوموړي وويل، په کندوز کې واوره ځپلو کورنيو ته هم مرسته لېږل شوې، چې ډېر ژر به ورباندې ووېشل شي.
د هغه په وينا، په غور ولايت کې له وروستۍ واورې ځپلو کورنيو سره ٢ ميليون او له جوزجان ولايت سره څلور ميليون افغانۍ نغدي مرسته په پام کې نيول شوې، چې ډېر ژر به ووېشل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن