ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د کانونو عوايدو کې شاوخوا ٩٠ سلنه کموالى راغلى

د بدخشان د کانونو عوايدو کې شاوخوا ٩٠ سلنه کموالى راغلى

author avatar
29 Nov 2016 - 12:16
د بدخشان د کانونو عوايدو کې شاوخوا ٩٠ سلنه کموالى راغلى
author avatar
29 Nov 2016 - 12:16

فيض اباد(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): د بدخشان د کانونو رياست وايي چې د قراردادونو د پړاوونو په اوږدوالي سره يې د تېرو دوو کلونو په پرتله په عوايدو کې  ٩٠ سلنه کم والى راغلى دى.

د بدخشان د کانونو رييس محمد اکبر انوري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په تېرو کلونو کې د کانونو د قرار داد پروسيجر داسې و چې له کمپنيو سره به قرار داد د ولايت د کانونو رياست له لوري کېده او په کلني ډول به يې له هر کال نه شاوخوا پنځه سوه زره افعانۍ عوايد تر لاسه کول.

خو هغه زياته کړه چې اوس د کانونو وزارت د مشرتابه له بدلون سره د بدخشان ولايت د کانونو رياست نه دغه واک اخيستل شوى دى.

 هغه زياته کړه:((هغه افراد او کمپنۍ چې موږ ته مراجعه کوي، موږ يې د کانونو وزارت ته راجع کوو، له بده مرغه چې مياشتې کېږي، د قراردادونو پړواونه نه وهل کېږي او پاتې کېږي، دا کار د اشخاصو او کمپنيو د نا لېوالتيا  سبب شوى او خلک يې اړ کړي چې په غير قانوني ډول د کانونو استخراج ته مخه کړي.))

د بدخشان د کانونو رياست د کادستر امر انجنير عتيق الله وويل چې د بدخشان د کانونو عوايد په ١٣٩٣ کال کې ٤٨ ميليون افغانۍ وو او په ١٣٩٤ کال کې اووه نيم ميليونه افغانيو ته رسېدل،  په داسې حال کې چې دغه شمېره سږ کال ٥٤٠ زره افغانۍ اټکل شوې ده.

 نوموړي زياته کړه:(( تېر کال مو د ١٢ کانونو قرار داد کړى و چې دوه مياشتې وړاندې يې وخت پاى ته ورسېد او اوسمهال هېڅ کوم کان قرار داد نه دى شوى، کمپنۍ او افراد بايد د قرار داد لپاره د کانونو وزارت ته مراجع وکړي.))

د بدخشان د کانونو رياست د کادستر امر د بدخشان د بېلابېلو ولسواليو د کانونو په اړه وويل چې په دې ولايت کې د لاجوردو، لال، زمرد، سرو زرو، ياقوت، ډبرو سکرو، رنجو، وسپنې او... کانونه شته دي.

 د بدخشان ولايتي شورا مشرعبدالله ناجي نظري وويل چې اوسمهال د بدخشان کانونه د ځايي زورواکو او مافيا ګرو کړيو په واکي دي او دولت ورباندې هېڅ واک نه لري.

هغه زياته کړه چې  له کان نه يواځې ٣٠ سلنه عوايد عادي خلکو ته چې هلته کار کوي، ورکول کېږي او ٧٠ سلنه يې ځايي قوماندانانو او د کانونو قاچاق وړونکو ته رسېږي.

د بدخشان ولايتي شورا منشي احمد جاوېد وويل چې د راغستان ولسوالۍ په روينج آب سيمه کې رېګونه وينځل کېږي او عوايد يې هره ورځ شاوخوا ١٨ کيلو سرو زرو ته رسېږي چې ډېره کمه اندازه يې کارګرو او پاتې يې طالبانو، ځايي قوماندانانو او د ولسوالۍ کارکوونکو ته رسېږي.

 د جرم ولسوالۍ د سرتل کلي اوسېدونکى حبيب چې د همدې ولسوالۍ د ديودره کلي د زمردو کان کې کار کوي، پژواک ته يې وويل:(( موږ د ځايي قوماندانانو له لوري چې د کان استخراج کې ښکېل دي، د کارګر په توګه د ورځې پنځه سوه افغانيو په بدل کې ګومارل کېږو، خو که کان کې زمرد پيدا شي، خپله يې اخلي او موږ پورې اړه نه لري.))

بدخشان د هېواد له غرنيو ولايتونو څخه دى چې ګڼ شمېر کانونه او ځمکنۍ زېرمې په ځانګړي ډول لال او لاجورد لري، دغه ولايت له چين، پاکستان او تاجکستان سره پوله لري او د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، د کانونو او زېرمو اندازه يې ١٦ته رسېږي چې زرګونه کسان په کې کار کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.