ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بې روزګاري او فقر د ايډز پېښې زياتې کړې”

“بې روزګاري او فقر د ايډز پېښې زياتې کړې”

author avatar
30 Nov 2016 - 13:07
“بې روزګاري او فقر د ايډز پېښې زياتې کړې”
author avatar
30 Nov 2016 - 13:07

جلال اباد (پژواک، ۱۰ لیندۍ ۹۵): د افغانستان د خواريکښو او مزودرانو سراسري اتحاديه وايي چې په هېواد کې د فقر او بې روزګارۍ زياتوالی او د عامه پوهاوي نشتوالی د ايډز پېښې زياتې کړې او دولت بايد د دغو دوو پديدو مخه ونيسي.

د دې ټولنې مشر ډاکتر محمد لياقت عادل دا څرګندونې د ليندۍ په ۱۰مه په جلال اباد ښار کې د (راځئ چې خپله کاري قوه له ايډز څخه وژغورو) په نوم مطبوعاتي کنفرانس ته په وينا کې وکړې.

هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې په هېواد کې بې روزګاري زياته شوې چې له امله يې فقر زيات شوی او فقر او بې روزګاري د ايډز د پېښو په زياتوالي کې مهم رول لري.

ډاکټر عادل پر حکومت او په ځانګړې توګه د عامې روغتيا وزارت باندې نيوکه وکړه چې بې درېغه پيسې يې د اېچ ای وي يا ايډز د مخنيوي لپاره مصرف کړي؛ خو لا تر اوسه يې په دې برخه کې عامه پوهاوی هم پوره نه دی رامنځته کړی.

د خواريکښو د ټولنې مشر دغه راز وايي چې په دې وروستيو کې هېواد ته د کډوالو بېرته راستنېدو د بې کارۍ کچه لوړه کړې او حکومت بايد دغې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

بلخوا په کنفرانس کې د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د ايډز د مخنيوي د برخې يو مسوول ډاکټر نور حسن بشريار وويل چې حکومت په دې برخه کې ډېر کار کړی او د پخوا په پرتله اوس عامه پوهاوی زيات شوی دی.

د نوموړي په وينا، عامې روغتيا وزارت د عامه پوهاوي د پروګرامونو تر څنګ څلور نور پروګرامونه هم د ايډز د مخنيوي لپاره جوړ کړي چې يو يې عامه ټولنه کې د ايډز مخنيوی، بل يې هم په محبوسينو کې، درېيم يې د زرقي معتادينو په برخه کې او څلورم يې له مور نه ماشوم ته د ايډز مخنيوي پروګرام دی.

ډاکټر حسن زياته کړه چې روان کال په ننګرهار کې د ايډز په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې ۱۱زره د ښوونځيو زده کوونکو، ۲۵۰۰ تنو محصلينو او دغه راز په سلګونو حمامونو او نورو برخو عامو ځايونو کې عامه پوهاوی کړی دی.

د عامې روغتيا رياست دغه کارمند وايي چې لا هم کرکه او تعصب پر ايډز د اخته کسانو پر وړاندې ستر چلنجونه دي او سږ کال وزارت (کرکې او تعصب ته باید د پای ټکی کېږدئ) تر عنوان لاندې د ايډز نړيواله ورځ نمانځي.

عامې روغتيا وزارت د ايډز په اړه تازه ارقام لا تر اوسه نه دي خپاره کړي؛ خو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۴ کال کې ۱۸۷۴ د ايډز مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې ۳۲۷ ښځې او ۶۶ ماشومان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.