ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ښځينه سوداګرو دولت پر نه همکارۍ تورن کړ

د بلخ ښځينه سوداګرو دولت پر نه همکارۍ تورن کړ

author avatar
30 Nov 2016 - 15:07
د بلخ ښځينه سوداګرو دولت پر نه همکارۍ تورن کړ
author avatar
30 Nov 2016 - 15:07

مزارشريف (پژواک، ۱۰ ليندۍ ۹۵): د بلخ ښځينه سوداګرې وايي چې د ښځو توليدي او صنعتي توکو ته په بازار موندنه کې دولت همکاري نه کوي.

دغه څرګندونې د ليندۍ په ۱۰مه په مزارشريف ښار کې د "اويک" دفتر له خوا د ښځينه سوداګرو د پياوړي کېدو په موخه د کنفرانس ګډونوالو وکړې.

په بلخ کې د "اويک" دفتر مسوولې حفيظې ميرزايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننني کنفرانس د جوړېدو له لارې هڅه کوي چې د دغه ولايت له ښځينه سوداګرو سره د سوداګرۍ ځينې هغه طرحې شريکې کړي چې په بهرنيو هېوادونو کې بريالي شوې دي.

نوموړې زياته کړه چې سوداګرې مېرمنې بايد له پروژوي چارو څخه د ځان بساينې پر سوداګرۍ باندې فکر وکړي.

خو په دغه کنفرانس کې ګډونوالو ښځينه سوداګرو بيا د بلخ دولتي چارواکي د ښځينه صنعت او توليداتو ته پر نه پاملرنه تورن کړل.

سوداګرې معصومې محمدي پژواک ته وويل چې په  مزارشريف ښار کې مېرمنې د سوداګرۍ او صنعت په ډېرو برخو کې فعاليت کوي.

خو نوموړي زياته کړه چې په دغه ښار کې د ښځينه سوداګرو لپاره د مشخص ځای نشتوالی ستونزه ده.

هغه وايي که چېرې دولت له ښځينه سوداګرو سره د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي؛ نو د دوی ډېرې چارې به ګړندۍ شي.

د بلخ د سوداګرۍ چارو ريِيس شېراحمد سپاهي زاده چې د توليداتو ته مارکېټ پيدا کېدل ازاد بازار پورې تړاو لري.

نوموړي زياته کړه چې ښځينه سوداګرې ډېرې داسې هيلې لري چې دولت يې د پوره کېدو وس نه لري.

د هغه په وينا، که چېرې دوی خپلو توليداتو پر وخت تبليغ وکړای شي نو له ډېرو ستونزو سره به مخ نه وي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.