ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د زړه پر ناروغۍ اخته شپږزره ماشومان د درملنې په انتظار دي”

“د زړه پر ناروغۍ اخته شپږزره ماشومان د درملنې په انتظار دي”

author avatar
30 Nov 2016 - 20:26
“د زړه پر ناروغۍ اخته شپږزره ماشومان د درملنې په انتظار دي”
author avatar
30 Nov 2016 - 20:26

کابل (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٥): د افغانستان د سرې مياشتې ټولنه، د ماشومانو د سوري زړه د ناروغۍ له زياتېدو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د بوديجې د نشتون له امله پر يادې ناروغۍ شپږ زره اخته ماشومان د درملنې د انتظار په موخه شپې او ورځې سبا کوي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د روغتيايي خدمتونو مشر محمدسليم بهره مند نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په تېرو اتو کلونو کې په هېواد کې د زړه د سوري کېدو ١١ زره او ٢٠٠ ماشومانو نومونه په ياده اداره کې ثبت شوي دي.

د هغه په وينا، تر اوسه پورې يې د دغو ماشومانو له جملې د ٥٢٠٠ کسانو درملنه د هېواد په داخل او بهر کې ترسره شوې ده.

 خو بهره مند څرګنده کړه، چې اوسمهال په ياده ناروغۍ اخته ٦ زره ماشومان د درملنې په موخه انتظار باسي، چې ياده اداره په بېړنۍ توګه دغو کسانو ته د لاسرسي وس نه لري.

نوموړي څرګنده کړه، چې دغې ادارې ته هره ورځ په ياده ناروغۍ له پنځه تر ١٥ اخته ماشومان مراجعه کوي، خو دغه اداره هڅه کوي، څو راتلونکى زېږديز کال د هندوستان هېواد او د يو شمېر نورو مرسته کوونکو بنسټونو پر همکارۍ له يادو ماشومانو يې د ١٥٠٠ کسانو درملنه د کابل او يا هندوستان په روغتونو کې ترسره کړي.

نوموړي د ادارې د بوديجې له کمښت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، د ډېرى کورنيو اقتصادي کمزورتيا او د ناروغانو ناروغۍ ته په خپل وخت نه لاسرسي له امله له هرو ١٠ ماشومانو يې درې ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ګړندى تنفس، د ګوتو د نوکانو، ژبې او پزې شنه کېدل، ژر ستړي کېدل او د وزن نه اخيستل؛ د يادې ناروغۍ له نښې نښانو څخه دي.

د يادې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، پر يادې ناروغۍ د زرو اخته کسانو درملنه له درې تر څلور مليون ډالرو لګښت ته اړتيا لري، خو دغه اداره يوازې د يو مليون ډالرو د ورکړې وس لري او همدرانګه يو مليون ډالر هم ورسره د هندوستان هېواد له لوري ژمنه شوې دي.

د سرې مياشتې ټولنې د روغتيايي خدمتونو مشر له حکومت، مرسته کوونکو بنسټونو او خيرخواه کسانو وغوښتل، څز له يادې ادارې سره د مرستې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.