کندهار (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٥): د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون سرپرست رييس وايي چې دغه پوهنتون به هېڅکله هم له کندهاره کابل يا بل ولايت ته ونه لېږدول شي.
ډاکټر حضرت مير توتاخېل چې د کندهار پوهنتون د رياست تر څنګ اوس د ياد پوهنتون سرپرست هم دى، په دې اړه خپرې شوې اوازې د خلکو د ذهنونو خرابولو لپاره ګڼي.
په ټولنيزو رسنيو کې داسې اوازې خپرې شوې دي چې ګواکې د لوړو زده کړو وزارت د کرنيزو علومو او ټکنالوجي پر ملي پوهنتون بوديجه بنده کړې او غواړي کابل يا کوم بل ولايت ته يې انتقال کړي، وروسته دغه ګنګوسې د خبر په بڼه د ځينو رسنيو له خوا هم خپرې شوې.
خو د ياد پوهنتون سرپرست رييس دا اوازې رد کړې او په يوه خبري غونډه کې يې په دې اړه معلومات ورکړل.
توتاخېل وويل، د لوړو زده کړو وزارت يا حکومت کله هم په دې اړه فکر نه دى کړى چې دغه پوهنتون دې له کندهار بل ولايت ته ولېږدول شي.
هغه زياته کړه، د دغه پوهنتون د جوړېدو بنسټيزه موخه دا وه، لکه په هند کې چې کلونه مخکې د کرنيزو او حيواني محصولاتو د توليد په برخه کې زرغون انقلاب راغى، په ورته توګه به دغه پوهنتون په هېواد کې د زرغون انقلاب پيلامه شي.
د توتاخېل په خبره، د دغه پوهنتون لپاره ځکه کندهار ولايت وټاکل شو چې دلته د ډېرو ولايتونو په پرتله اقليم ښه دى، اوبه پرېمانه دي، د مېوو او سبو توليد په کې ډېر دى، د څارويو نسل ګيري او اړوندو نورو چارو ته په کې شرايط ښه دي.
دى وايي، د کندهار د ترنک فارم په ساحه کې چې دغه پوهنتون جوړ شوى، ٥ زره جريبه حاصل خېزه او ٣زره جريبه شاړه ځمکه لري چې د کرنې د ودې او د څارويو د ښه نسل ګيرۍ په موخه په کې په پراخه کچه څېړنې او تحقيقات کېداى شي او له دغه ځايه ټول هېواد ته ترويج کېداى شي.
د ده په خبره، له دې امله هم دغه پوهنتون د هېواد بل ولايت ته نه انتقالېږي چې دغه راز شرايط په بل ولايت کې نشته او يا کم دي.
خو توتاخېل د ځينو ستونزو يادونه وکړه چې د دغه پوهنتون چارې يې ټکنۍ کړې دي.
توتاخېل وويل، په پيل کې د کرنيزو علومو او ټکنالوجۍ ملي پوهنتون لپاره د کندهار پخوانى والي ډاکټر توريالى ويسا ټاکل شوى و چې د هغه له ګوښه کېدو وروسته يې چارې د دغه پوهنتون د علمي مرستيال انجنير روښان ولسمل پر غاړه وې چې اوس د کندهار ښاروال په توګه دنده ترسره کوي.
د ده په خبره، اوسمهال د لوړو زده کړو وزارت تصميم نيولى چې د دغه پوهنتون لپاره نوى مشرتابه وټاکي، څو د دغه پوهنتون چارې ورسره چټکې شي، خو تر هغه مهاله يې له ده غوښتي چې د پوهنتون سرپرستۍ ته دوام ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن