ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپين غر زون د څلور ورځنيو کرکټ ملي سياليو اتلولي خپله کړه

سپين غر زون د څلور ورځنيو کرکټ ملي سياليو اتلولي خپله کړه

author avatar
1 Dec 2016 - 14:56
سپين غر زون د څلور ورځنيو کرکټ ملي سياليو اتلولي خپله کړه
author avatar
1 Dec 2016 - 14:56

کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٥): د سپين غر زون کرکټ لوبډلې د هېواد په کچه د څلور ورځنيو کرکټ ملي سياليو اتلولي خپله کړه.

د شپږو لوبډلو په ګډون دا څلور ورځنۍ لوبې دوه مياشتې مخکې د کابل، ننګرهار او خوست ولايتونو په لوبغالو کې پيل شوې وې چې د سپين غر، مس عينک، بند امير‌، امو، بست زونونو او د کابل ګرين لوبډلو په کې برخه اخيستې وه‌.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې سياليو پايلوبې ته د سپين غر او مس عينک زونونو لوبډلو لاره موندلې وه.

د پايلوبې پچه د مس عينک لوبډلې ګټلې وه، خو لومړى يې د توپوهنې بلنه د سپين غر لوبډلې ته ورکړه؛ د سپين غر لوبډلې د دې څلور ورځنۍ لوبې په لومړي وار (اننګز) کې ٢٣٣ منډې جوړې کړې چې له ډلې يې نقيب ننګرهارى ٧٧ او وحيدالله شفق ٥٠ منډې جوړې کړې او د مس عينک له لوري فضل نيازي ٦ لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک لوبـډلې په خپل لومړي وار (اننګز) کې ٢٧٢ منډې جوړې کړې چې له ډلې يې ضياءالحق ٧٦ منډې جوړې کړې، د سپين غر له لوري ظاهر شېرزاد ٥ او فريد ملک ٣ لوبغاړي وسوځول.

د سپين غر لوبډلې په خپل دويم وار کې ٣٠٩ منډې جوړ ې کړې، ضمير خان ٨٧ او شوکت زمان ٦١ منډې جوړې کړې.

دغه راز د سپين غر لوبډلې مس عينک ته د ګټلو لپاره د ٢٧٠ منډو هدف ورکړ، خو د مس عينک ټوله لوبډله په ٢٠٩ منډو وسوځېدله او د سپين غر لوبډله دا لوبه د ٦١ منډو په توپير سره وګټله.

د سپين غر لوبغاړى تېز توپ اچوونکي فريد ملک په دويم اننګز کې شپږ او په ټوليزه توګه په پايلوبه کې د مس عينک ٩ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

دغه راز د سپين غر بل لوبغاړى ضمير خان، چې په دې سياليو کې يې نږدې ٦٠٠ منډې جوړې کړې او ٤٧ لوبغاړي يې هم سوځولي وو، د ټولو سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.

په دې سياليو کې د بست زون لوبغاړى ناصر جمال تر ټولو زياتې ١١٨٤، د مس عينک شاهد الله ١٠٦٥ او د بست منير احمد ٩٨٢ منډې جوړې کړې.

دغه راز په توپ اچونه کې د مس عينک فضل نيازي په لسو لوبو کې ٥٣، د سپين غر ضمير خان په ١١ لوبو کې ٤٨ او د امو زون لوبغاړى شرف الدين اشرف په ٩ لوبو کې ٤٥ لوبغاړي سوځولي دي.

د سپين غر زون روزونکي رييس احمدزي پژواک اژانس ته وويل، په پايلوبه کې د ضمير خان او فريد ملک لوبې د ستاينې وړ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.