ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: جنرال غوري ستره ضايعه ده

ولسمشر غني: جنرال غوري ستره ضايعه ده

author avatar
1 Dec 2016 - 19:09
ولسمشر غني: جنرال غوري ستره ضايعه ده
author avatar
1 Dec 2016 - 19:09

کابل (پژواک، ۱۱ ليندۍ ۹۵): ولسمشر غني چې د ظفر قول اردو قومندان د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره هرات تللى و، ويلي چې د ملي اردو د دې لوړپوړي جنرال له لاسه ورکول، ستره ضايعه ده.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د هرات د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو قوماندان ډګرجنرال محي‌الدین غوري د جنازې لمانځه په مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ولایت ته ورغی.

نوموړی په بادغیس ولایت کې د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړى و.

سرچينه کاږي، غني لومړی له مل پلاوي سره ۲۰۷ ظفر قول اردو ته ورغی او په هغه ناسته کې يې برخه واخيسته چې د وژل شويو کسانو له کورنیو سره د غمشریکۍ او همدردۍ په موخه جوړه شوې وه.

په دغه ناسته کې د هېواد د سترو ملکي او نظامي مقاماتو سربېره، د هرات، فراه، غور او بادغیس ولایتونو والیانو او د وروستیو قربانيانو د کورنیو غړو هم حضور درلود، جمهوررئیس د خلکو او دولت په استازیتوب امنیتي او دفاعي ځواکونو او همدارنګه د غوري او ډګروال پیلوټ عبدالواسع کورنیو ته د تسلیت ژور مراتب وړاندې کړل.

هغه د جنرال غوري نشتوالی لویه ضایعه وبلله او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع کې يې د هغه مېړانه، سرښندنه او صداقت څخه په نېکۍ یادونه وکړه او د هغه ګټور خدمتونه یې وستایل.

ده زیاته کړه، ډګرجنرال غوري په نظامي پلان جوړونه کې ځانګړی مهارت درلود او په وروستیو عملیاتو کې يې دښمنانو سره بې درېغه مبارزه کوله او د دندې په ترسره کولو کې یې مبالغه نه کوله.

دى وايي: "د شهید غوري او پیلوټ شهید عبدالواسع بچیان مې لکه خپل بچیان داسې دي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټولو شهیدانو کورنیو ته په ځانګړي ډول د شهید غوري او شهید پیلوټ عبدالواسع کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه به جدي هڅه وشي."

د ده په وينا، د ټپيانو د درملنې لپاره به له ټولو امکاناتو استفاده وشي.

نوموړي په دغو مراسمو کې د غوري او عبدالواسع روح ته د دعا ترڅنګ وویل: "زه د اعلی سر قوماندان په توګه ټولو وسله‌والو ځواکونو په ځانګړي ډول د ظفر قول‌اردو منسوبینو ته د ډګرجنرال محي الدین غوري او ډګرمن پيلوټ عبدالواسع د شهادت له امله تسلیت وایم. زه د افغانستان د ټولو خلکو په استازیتوب په دغه غم کې تاسې سره شریک یم."

هغه زیاته کړه، ټول ملت له یوې خوا غمجن دی او له بلې خوا ویاړې چې داسې زړور بچیان لري.

غني د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو له جوړېدو راهیسې د هغو منسوبینو سرښندنو او مېړانې ته په اشارې وویل، د ۲۰۷ظفر قول اردو ته تل بریالیتوب ور په برخه وو، جنرال جان محمدخان الکوزی او جنرال محمدایوب خان د دغه قول‌اردو دوه وتلي قوماندانان وو چې تل یې  استعماري طرحې ویجاړې کړې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.