کابل (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي، پوليسو د هرات ولايت اړوند په اسلام قلعه بندر کې د نشه يي توکيو يو تن قاچاق وړونکى له ١٣ کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيو.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کس غوښتل چې ياد شوي توکي ( ١٣ کيلوګرامه هيرويين او يو کيلو ګرام د امفتامين (شيشه) په نوم نشه يي توکو سره نيول شوى دى.
سرچينه ليکي چې قاچاق وړونکي دغه توکي په يو باروړونکي موټر کې ځاى پر ځاى کړي و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه يي توکو ياد پټ لېږدوونکى د ٦٠٦ انصار زون قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مديريت د منسوبنيو له خوا نيول شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن