ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر  دیرش سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري

د لوګر دیرش سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري

author avatar
3 Dec 2016 - 11:19
د لوګر  دیرش سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري
author avatar
3 Dec 2016 - 11:19

پل علم ( پژواک،١٣ لیندۍ۹۵): د لوګر سیمه ییز چارواکي او اوسېدونکي وایي چې په دې ولایت کې ډیرې دولتې ادارې ودانۍ نه لري او په کرایي کورونو کې چارې پرمخ وړي چې دې کار ستونزې جوړې کړې دي.

د لوګر والي محمد حلیم فدایي وايي  چې اوس مهال د ولایت په مرکز او ولسوالیو کی دیرش سلنه دولتي ادارې ودانۍ نه لري او کارکوونکي یې د کار پرمهال له ستونزو سره مخ دي.

فدایي پژواک ته وویل: (( موږ د ولایت په کچه څلوېښت دولتی ادارې لرو چې له دې ډلې  شپاړلس لاهم ودانۍ نه لري، د ښي حکومتولۍ او ولس ته د خدمتونو په وړاندی کولو یې بدې اغېزې کړي ځکه چې کار مناسب مکان ته اړتیا لری.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دګډوالو ، د شهیدانو کار او ټولنیزو چارو، ښارجوړونې ، ولایتی شورا، د اوبو لګولو، ترافیکو، ترانسپورټ، عامې روغتیا ، احصایې او سرې میاشتې رياستونه ودانۍ نه لري.

دغه راز فدايي وايي چې د خروار ولسوالی او امنیه قوماندانۍ، د څرخ ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ، د ازرې ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ  هم ودانۍ نه لري.

ده وويل چې يادې ټولې دولتي ادارې په کرايي کورونو کې خپلې چارې پرمخ وړي چې کارکوونکي او مراجعين يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د ښار جوړونې ریيس حمید الله سنګر پژواک ته وويل چې دوى خپلې چارې د مرکز پل علم په يوه کرايي کور کې پرمخ وړي.

هغه زياته کړه: (( موږ دلته له خپلې بوديجې سره سم يو کوچنى کور په کرايه نيولى، کارکوونکي په کې ډير تنګ او تل شکايت کوي چې دا ځاى د کار لپاره مناسب نه دى.))

د سنګر په وينا، په کابل کې حکومتي چارواکي بايد په ولايتونو کې هم خپلو ادارو ته پاملرنه وکړي او ستونزې يې هوارې کړي.

دغه راز د ګډوالو چارو ریيس نور احمد صالحي هم د خپلې ادارې لپاره د ودانۍ له نشتون څخه شکایت وکړ.

صالحي پژواک ته وویل: (( زموږ اداره ډیر کار او مراجعین لري، خو اوسنی دفتر مو د کار لپاره مناسب نه دى.))

د هغه په وينا، ډيرى وخت داسې کيږي چې يوه اداره په کرايي کور کې وي او ټول سيستم يې هم برابر کړى وي، خو  بيا د کور خاوند د وتلو ځواب ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.