پل علم(پژواک،١٣ليندۍ٩٥): د لوګر د مستوفيت چارواکي وايي چې د تيرکال په پرتله يې د عوايدو کچه شاوخوا شل سلنه لوړه شوې ده.
د لوګر مستوفي محمد يونس صديقي د ليندۍ په١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال يې د عوايدو کچه لوړه شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې،تيرکال يې د عوايدو کچه ١٦٠ ميليونه افغانۍ وه، خو سږکال ١٩٠ ميليونو افغانيو ته لوړه شوې ده.
هغه وايي چې په ولسواليو کې د قانون حاکميت او د پوليسو همکاري ددې لامل شوې ترڅو د عوايدو کچه لوړه شي.
ده زياته کړه: (( د ماليي وزارت هم موږ ته سږ کال د ١٦٠ ميليونه افغانيو هدف را کړى و، خو موږ ١٩٠ ميليونه ټول کړي دي.))
د صديقي په وينا، د مالياتو د ورکړې په برخه کې يې د خلکو په مرسته د عامه پوهاوي ځينې پروګرامونه هم ترسره کړي دي.
ده وويل چې دوى د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه کوي او د عوايدو د را ټولو په برخه کې هيڅ ډول فساد او اختلاس ته اجازه نه ورکوي.
دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح د صديقي د څرګندونو په تاييد سره وويل چې سږکال په دې ولايت کې د عوايدو کچه لوړه شوې ده.
صالح وويل چې د ولايت مقام د مالياتو را ټولو په برخه کې له مستوفيت سره هر راز مرستې ته چمتو دى.
د پل علم ښار يو تن هټيوال احمد زبير پژواک ته وويل: (( موږ دلته د خپل دوکان ماليه ورکوو، خو وېره لرو چې په دې کې به فساد وشي.))
د هغه په وينا، که اړوند چارواکي يې د فساد په اړه شکونه لرې کړي، نو دې ته چمتو دى چې وخت په وخت خپله ماليه تحويل کړي.
لوګر د پلازمېنې کابل سوېل ته په ٣٥ کيلومترۍ کې پروت ولايت دى خو ځينې سيمې يې نا امنه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن