ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پوځي او ملکي چارواکو ترمنځ همغږي نشته”

“د پوځي او ملکي چارواکو ترمنځ همغږي نشته”

author avatar
3 Dec 2016 - 17:32
“د پوځي او ملکي چارواکو ترمنځ همغږي نشته”
author avatar
3 Dec 2016 - 17:32

کندوز (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): د کندوز يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې د ياد ولايت د پوځي او ملکي چارواکو ترمنځ د همغږۍ نشتون له امله نا امني او جګړې دوام موندلى دى.

 د کندوز ولايتي شورا مشر امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز ولايت عمده ستونزه د ياد ولايت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د همږۍ نشتون دى.

 هغه زياته کړه: "د کندوز ولايت لوړپوړي چارواکي، په خپلو څوکيو د پاتې کېدلو لپاره خلکو ته دوکه ورکوي او په ځانګړي ډول د عملياتو د ترسره کولو پر مهال خلکو ته درواغ وايي."

 د کندوز د ولايتي شورا مشر له  حکومت څخه وغوښتل، څو ياد ولايت ته کلکه پاملرنه وکړي؛ له هغه پرته به وضعيت لاپسې خراب او د نا امنۍ لمن به پراخه شي.

 دغه راز د کندوز يو شمېر اوسېدونکي هم د چارواکو ترمنځ نه همغږي يو ستر ګواښ بولي او وايي چې د کندوز د دوه ځله له لاسه وتلو اصلي لامل د پوځي چارواکو ترمنځ د همغږۍ نشتون دى.

 د کندوز يوه اوسېدونکي افضل وويل: "د کندوز د ماتې اصلي لامل؛ د دولتي چارواکو ترمنځ نه همغږي ده او اوس چارواکي په خپلو منځو کې هيڅ همغږي نه لري؛ موږ له   حکومت څخه غواړو، څو کندوز ته کلک پام وکړي."

 

د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي قيوم هم د کندوز چارواکو ترمنځ پر نه همغږۍ او نا امنۍ سخته نيوکه وکړه او حکومت يې د جګړې په کنټرول کې ناکامه وباله.

 خو د کندوز د والي وياند سيدمحمود دانش وويل چې امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه منظم او همغږي ژمني عمليات پيل کړي او د وسله والو مخالفينو پر وړاندې په يوې پياوړې ارادې سره عمليات پيل شوي دي.

 دانش زياته کړه: "کندوز کې ژمني عمليات پيل شوي او دولت د نا امنو سيمو د امنيت د ټينګښت پلان لري."

 نوموړي د دې عملياتو په اړه نور معلومات وړاندې نه کړل.

 خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ وويل: "تر اوسه پورې ژمني عمليات نه دي پيل شوي، خو د ژمنيو عملياتو پر پلانونو کار روان دى، ډېر ژر به ژمني عمليات پيل کړو او دا ځلې به دښمن له منځه يوسو، چې بيا به هيڅکله هم ښار ته راداخل نه شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.