ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نېکولسن : افغان ځواکونه د مشرۍ او فساد له ستونزو سره مخ دي

نېکولسن : افغان ځواکونه د مشرۍ او فساد له ستونزو سره مخ دي

author avatar
3 Dec 2016 - 15:57
نېکولسن : افغان ځواکونه د مشرۍ او فساد له ستونزو سره مخ دي
author avatar
3 Dec 2016 - 15:57

واشنګټن (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن وايي چې افغان ځواکونه د مشرۍ او فساد له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

جنرال جان نېکولسن دغه څرګندونې پرون د امريکا په دفاع وزارت پنټاګان کې يوې خبري غونډې ته کړې دي.

هغه زياته کړې چې افغان ځواکونو ته د اکمالاتو نظام غير منظم دى او په امنيتي ارګانونو کې د شته فساد له امله په امنيتي پوستو کې مېشتو سرتېرو ته خواړه ، اوبه او مهمات هم په وخت سره نه رسول کېږي.

د نوموړي په وينا، راتلونکو پنځو کلونو کې به افغان ځواکونه د مشرتابه او فساد له سختو ننګونو او ستونزو سره مخ وي.

جنرال نېکولسن ويلي:(( د افغانستان د امنيتي ځواکونو ځينې برخې له يادو ستونزو څخه اغېزمنې شوې چې له امله يې د جګړې په ميدان کې د هغوى سمه پالنه نه کېږي.))

ده زياته کړې چې ددغو مسايلو او ستونزو په اړه يې له افغان ځواکونو او حکومتي مشرانو سره   خبرې کړې دي او د حل پر لارو چارو يې مشورې کوي.

د ناټو قوماندان ويلي چې افغان ځواکونه اوس هم د هېواد پر ډېرو برخو واکمن دي، خو په روان کال کې دا واکمني له ٦٨ سلنې څخه ٦٤ سلنې ته راټيټه شوې ده.

خو هغه زياته کړې، ددې مطلب دا نه دى چې طالبان پر ډېرو سيمو واکمن دي، چېرته چې جنګونه دي، له هغه ځايه خلک وتلي او طالبان يواځې په لس سلنه ابادۍ باندې واکمني لري.

 

هغه زياته کړې چې وسله والو طالبانو د لويو بريدونو وړتيا له لاسه ورکړې ، پر ښارونو بريدونو او د خلکو په منځ کې د ويرې او ګډوډيو رامنځته کولو لپاره بريدونه کوي.

نوموړي د افغان ځواکونو ستاينه وکړه چې پر لويو ښارونو د وسله والو طالبانو بريدونه يې په شاتمبولي دي.

جنرال نېکولسن ويلي : (( طالبانو پر يوه ښار اته ځلې بريدونه وکړل، خو شنډ کړل شول.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.