ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر له متحده عربي اماراتو څخه هند ته روان شو

ولسمشر له متحده عربي اماراتو څخه هند ته روان شو

author avatar
3 Dec 2016 - 17:44
ولسمشر له متحده عربي اماراتو څخه هند ته روان شو
author avatar
3 Dec 2016 - 17:44

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): ولسمشر اشرف غني عربي متحده اماراتو ته له رسمي سفر وروسته د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه هند ته روان شو.

له ارګ څخه د ليندۍ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ته د رسمي سفر په دویمه ورځ نن ماسپښین د یاد هېواد پلازمېنه ابوظبۍ کې د " ترګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" کنفرانس کې ګډون وکړ.

د دې کنفرانس په وروستۍ برخه کې پر ولسمشر غني سربېره، د فرانسې ولسمشر فرنسوا اولاند او د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو مقاماتو او د نړيوالو سازمانونو استازو چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې فعالیت لري، حضور درلود.

سرچينې زياته کړې چې د دې کنفرانس په پای کې اعلامیه خپره شوه او په هغه کې څرګنده شوه چې تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو د ساتنې په خاطر دې۱۰۰ میلیون ډالري وجهي صندوق ایجاد شي.

فرانسې د یاد صندوق لپاره د ۳۰ میلیون ډالر مرستې ژمنه وکړه او د نړۍ له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د نړۍ د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره چې  تر ګواښ لاندې دي، خپله ونډه ادا کړي.

ولسمشر غني عربي متحده اماراتو ته د خپل رسمي سفر په پای کې نن ماسپښین د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې د ګډون په موخه له ابوظبۍ څخه هند ته روان شو.

ټاکل شوې ده، چې ولسمشر غني سبا د هند د پنجاب ایالت امرتسر ښار کې د اسیا زړه کنفرانس کې چې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران او مقامات حضور په کې لري، ګډون وکړي او په  افغانستان کې د سولې د تامین د لارو، د افغانستان د لاسته راوړنو او اقتصادي همکاریو په اړه وینا وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.