ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مټاخان ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې

په مټاخان ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې

author avatar
3 Dec 2016 - 16:23
په مټاخان ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې
author avatar
3 Dec 2016 - 16:23

ښرنه (پژواک،١٣ليندۍ٩٥): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې چې له امله يې سږ کال پاکستان ته د مزدورۍ لپاره نه دي تللي.

د مټاخان د سيمه ييزې شورا مشر مدثر اندړ د ليندۍ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کليو پراختيا رياست په دې ولسوالۍ کې ځينې پروژې پيل کړي   چې سلګونو ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.

هغه وايې: (( هرکال سلګونه ځوانان د کار کولو په موخه پاکستان ته تلل، خو کله چې په دې ولسوالۍ کې د کليو پراختيا رياست له لوري د کليوالي شوراګانو په مرسته کارونه پيل شول هغه ټول ځوانان را ګرځېدلي او په خپل هيواد او ولسوالۍ کې په کار بوخت دي.))

د نوموړي په خبره، که له يوې خوا د دې ولسوالۍ ځوانان ګاونډي هيواد پاکستان ته له تلو او مزدورۍ څخه منع شوي بل پلو د ولسونو ګڼ شمېر ستونزې هم په دې پروژو هواريږي.

د مټاخان اوسېدونکي احمد الله چې هر کال به ګاونډي هيواد پاکستان ته د کار کولو په موخه تللو پژواک ته وويل چې دولت بايد ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې رغنيزې پروژې پيل کړي، ترڅو ځوانان د پرديو له مزدريو څخه خلاص شي.

هغه زياته کړه: (( په پاکستان کې به مو له سهار تر بيګاه کار کاوه، خو ماښام به مو لاسته ۴۰۰ کلدارې راتلې، ۲۰۰ به مو مصرف راته، د پاکستان پوليسو له لوري به هم په يو او بل نامه ځورېدو، خو اوس راته په خپل کورکې د کار زمينه برابره شوې ده.))

ددې ولسوالۍ بل اوسېدونکي سيدګل پژواک ته وويل چې د کليو او پراختيا رياست له لوري په دې ولسوالۍ کې د پاکو اوبو او ځينو لارو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه:(( موږ له دې پروژو څخه ډير خوښ يو ځکه زموږ سلګونه ځوانان په کې کار کوي او پاکستان ته له تلو څخه هم پاتې شوي دي.))

د پکتيکا د کليو پراختيا رياست مرستيال انجنير مومن پژواک ته وويل چې په مټاخان ولسوالۍ کې د ۱۰ ميليونو افغانيو په لګښت پروژې پيل شوې دي.

هغه وايي چې دغه پروژې د سيمې د خلکو په خوښه پيل شوي او ترڅنګ يې نږدې زرو ځوانانو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د هغه په خبره، دوی د پکتيکا د مرکز په ګډون په ۱۱ ولسواليو کې ورته پروژې پيل کړي چې زرګونو کسانو ته يي د کار زمينه برابره کړې ده.

مټاخان د مرکز ښرنې ختيځ ته پرته ولسوالۍ ده چې د اوسېدونکو په وينا يې په تېرو کلونو کې ورته اړينه پاملرنه نه ده شوې او ګڼې ستونزې لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.