ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هندوستان کې د اسيا زړه دوه ورځنى کنفرانس پيل شو

په هندوستان کې د اسيا زړه دوه ورځنى کنفرانس پيل شو

author avatar
3 Dec 2016 - 11:31
په هندوستان کې د اسيا زړه دوه ورځنى کنفرانس پيل شو
author avatar
3 Dec 2016 - 11:31

کابل  (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): د افغانستان په اړه د استانبول د پروسې د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه د اسيا زړه کنفرانس د هندوستان په امرتسر ښار کې پيل شو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي د ليندۍ په ١٣مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، چې دى او د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جى شينکر په ګډه ددې کنفرانس مشري کوي .

هغه زياته کړه چې ددې کنفرانس په پاى کې به يوه ګډه اعلاميه هم خپره شي.

په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې نن د ليندۍ په ١٣مه، پيل شو، د شاوخوا ٤٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو ترڅنګ د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د هندوستان لومړى وزير نريندرا مودي هم په کې ګډون کوي.

هندي رسنيو خبر ورکړى چې په امرتسر ښار کې ددې کنفرانس لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې کنفرانس کې به دافغانستان او د سيمې د سولې او ثبات په اړه هم  خبرې وشي.

د استانبول پروسې د اسيا زړه کنفرانس په ٢٠١١ کال کې په دې موخه جوړ شوى، چې په افغانستان او د سيمې نورو هېوادونو تر منځ د ترهګرۍ، سخت دريځۍ او غربت په له منځه وړو کې همکارۍ زياتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.