ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د پوهنې بهير په ملاتړ غونډه جوړه شوه

پکتيا کې د پوهنې بهير په ملاتړ غونډه جوړه شوه

author avatar
3 Dec 2016 - 18:20
پکتيا کې د پوهنې بهير په ملاتړ غونډه جوړه شوه
author avatar
3 Dec 2016 - 18:20

ګردېز (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): په پکتيا ولايت کې د پوهنې له بهير سره د خلکو د مرستې او همکاريو د راجلبولو په موخه غونډه وشوه.

دغه غونډه د پوهنې د پياوړتيا د موسسې (اکويپ) په همکارۍ جوړه شوې وه چې په کې ملي سوداګرو، وکيلانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او د پکتيا عامو اوسيدونکو برخه اخيستې وه.

د ښوونې او روزنې وزارت اړونده د اکويپ د ادارې استازي عبدالمعيد هاشمي وويل ، پکتيا ولايت د هيواد د يو شمېر نورو ولايتونو په شان د پوهنې په برخه کې زياتې شتونزې لري چې له هغې ډلې څخه يې د ښځينه وو زدکړې دي چې په کمه کچه له دوولسمو ټولګيو څخه فارغيږي .

هغه زياته کړه، دغه ولايت کې د  هرو ۲۵۰ نجونو پر سر يوه ښوونکې لري، په دينې زدکړو کې ۲ سلنه  نجونې دي او همدا ډول يې په دوولسم پاسانو کې ۲ فيصده فارغيږي .

ده وويل ، له دې غونډې څخه  يې موخه داده  چې د پوهنې د بهير په پياوړتيا کې د خلکو ونډه زياته کړي او په  دې اهميت يې پوه کړي چې د پوهنې بهير يوازې په دولت پورې نه، بلکې په پښو درول يې په خلکو پورې هم اړه لري.

هاشمي وويل،  د پکتيا خلکو پخوا هم د پوهنې بهير له بېلابېلو برخو سره ډيرې مرستې کړې او  دى ډاډه دى چې له دې وروسته به دغه بهير ددوی په مرسته لا ګړندی شي .

د پکتيا د پوهنې رييس لقمان حکيم وايي، د پوهنې د برخې ساحه ډېره پراخه ده او کال په کال د زده کونکو ډيروالی، دنويو ښوونځيو ايجاد هغه څه دي چې په يوازې سر دولت نه شي کولی دغه اړتياوې پوره کړي نو لازمه ده چې خلک هم ورسره همکاري وکړي.

د هغه په وينا، په پکتيا کې دا مهال له درې نيم سوه زيات ښوونځي او تعليمي  ادارې  دي چې ۷۰ سلنه يې و دانۍ نه  لري او کال په کال لاهم  زياتوالی په کې  راځي .

لقمان حکيم وويل د دې  ولايت  خلکو پخوا هم  ښوونځيو ته  د ځمکې ورکولو تر څنګ نغدې  پيسې، وسايل  او حتی په خپله دې ته حاضر شوي چې په خپلو پيسو د ښوونځي خونې هم جوړې کړي .

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل ، د پوهنې برخه هغه څه دي ، چې هر يو کور ورسره په مستقيمه توګه اړيکه لري او لازمه ده چې هره کورنۍ له دې برخې سره هر ډول مرسته وکړي .

د نوموړي په وينا، که هر څومره بهرنۍ مرستې هم راشي تر څو چې د ولس همکاري موجوده نه وي بيا به هم  په دې برخې کې ستونزې موجودې وي .

هغه زياته کړه، د پکتيا خلک دې ته حاضره دي چې د پوهنې له بهير سره مرستې وکړي، خو دوی  همغږي کولو ته  اړتيا لري او دا مرستې بايد په  منظمه توګه ولګول شي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.