ګردېز (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): په پکتيا ولايت کې د پوهنې له بهير سره د خلکو د مرستې او همکاريو د راجلبولو په موخه غونډه وشوه.
دغه غونډه د پوهنې د پياوړتيا د موسسې (اکويپ) په همکارۍ جوړه شوې وه چې په کې ملي سوداګرو، وکيلانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او د پکتيا عامو اوسيدونکو برخه اخيستې وه.
د ښوونې او روزنې وزارت اړونده د اکويپ د ادارې استازي عبدالمعيد هاشمي وويل ، پکتيا ولايت د هيواد د يو شمېر نورو ولايتونو په شان د پوهنې په برخه کې زياتې شتونزې لري چې له هغې ډلې څخه يې د ښځينه وو زدکړې دي چې په کمه کچه له دوولسمو ټولګيو څخه فارغيږي .
هغه زياته کړه، دغه ولايت کې د هرو ۲۵۰ نجونو پر سر يوه ښوونکې لري، په دينې زدکړو کې ۲ سلنه نجونې دي او همدا ډول يې په دوولسم پاسانو کې ۲ فيصده فارغيږي .
ده وويل ، له دې غونډې څخه يې موخه داده چې د پوهنې د بهير په پياوړتيا کې د خلکو ونډه زياته کړي او په دې اهميت يې پوه کړي چې د پوهنې بهير يوازې په دولت پورې نه، بلکې په پښو درول يې په خلکو پورې هم اړه لري.
هاشمي وويل، د پکتيا خلکو پخوا هم د پوهنې بهير له بېلابېلو برخو سره ډيرې مرستې کړې او دى ډاډه دى چې له دې وروسته به دغه بهير ددوی په مرسته لا ګړندی شي .
د پکتيا د پوهنې رييس لقمان حکيم وايي، د پوهنې د برخې ساحه ډېره پراخه ده او کال په کال د زده کونکو ډيروالی، دنويو ښوونځيو ايجاد هغه څه دي چې په يوازې سر دولت نه شي کولی دغه اړتياوې پوره کړي نو لازمه ده چې خلک هم ورسره همکاري وکړي.
د هغه په وينا، په پکتيا کې دا مهال له درې نيم سوه زيات ښوونځي او تعليمي ادارې دي چې ۷۰ سلنه يې و دانۍ نه لري او کال په کال لاهم زياتوالی په کې راځي .
لقمان حکيم وويل د دې ولايت خلکو پخوا هم ښوونځيو ته د ځمکې ورکولو تر څنګ نغدې پيسې، وسايل او حتی په خپله دې ته حاضر شوي چې په خپلو پيسو د ښوونځي خونې هم جوړې کړي .
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل ، د پوهنې برخه هغه څه دي ، چې هر يو کور ورسره په مستقيمه توګه اړيکه لري او لازمه ده چې هره کورنۍ له دې برخې سره هر ډول مرسته وکړي .
د نوموړي په وينا، که هر څومره بهرنۍ مرستې هم راشي تر څو چې د ولس همکاري موجوده نه وي بيا به هم په دې برخې کې ستونزې موجودې وي .
هغه زياته کړه، د پکتيا خلک دې ته حاضره دي چې د پوهنې له بهير سره مرستې وکړي، خو دوی همغږي کولو ته اړتيا لري او دا مرستې بايد په منظمه توګه ولګول شي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن