ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګومل ګې چاودنې د يوې کورنۍ درې غړي ووژل

ګومل ګې چاودنې د يوې کورنۍ درې غړي ووژل

author avatar
3 Dec 2016 - 15:50
ګومل ګې چاودنې د يوې کورنۍ درې غړي ووژل
author avatar
3 Dec 2016 - 15:50

ښرنه(پژواک،١٣ليندۍ٩٥): د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت د ليندۍ په١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د ګومل ولسوالۍ په امان خېلو سيمه کې د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

وحدت وايي چې په وژل شويو کې يوه ښځه هم شامله ده.

هغه زياته کړه: (( دغه کسان غره ته لرګيو پسې تللي وو چې د بېرته راتګ پرمهال ماين پرې چاودنه کړې ده.))

وحدت تور پورې کړ چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى چې ملکي کسان يې ښکار شول.

د امان خېلو د سيمې اوسېدونکي سيف الله هم ياده پېښه تاييد کړه او پژواک ته يې وويل چې دغه کسان ټول د يوې کورنۍ غړي وو او په يو ټراکټور کې سپاره و  چې چاودنه پرې وشوه.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ګومل د پکتيکا له لرو پرتو او ناامنو ولسواليو څخه ده چې له ګاونډي هيواد پاکستان سره هم ګډه پوله لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.