ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ د سقوط مخه ونیول شوه

د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ د سقوط مخه ونیول شوه

author avatar
4 Dec 2016 - 16:10
د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ د سقوط مخه ونیول شوه
author avatar
4 Dec 2016 - 16:10

ترينکوټ (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان وايي، افغان ځواکونو د مرکز ترينکوټ وروسته وتوانېدل چې ګیزاب ولسوالۍ هم له سقوط وژغوري.

جنرال داودشا وفادار وايي، شاوخوا څلور مياشتې مخکې سلګونو وسله والو طالبانو د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ بريدونه وکړل او غوښتل يې دغه ولايت تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د وفادار په وينا، د اروزګان تر څنګ وسله والو طالبانو پلان درلود چې د سوېل په نورو ولايتونو لکه کندهار، زابل او هلمند کې هم هغه سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي چې ورسره کولای شي دوی خپل اکمالات او نشه يي توکي په اسانۍ سره ولېږدوي.

خو نوموړي زياته کړه چې افغان ځواکونو وسله والو ته اجازه ورنه کړه چې خپلو موخو ته ورسېږي او له سختې ماتې سره يې مخامخ کړل.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان وويل چې دا مهال د ۲۰۵ اتل قول اردو منسوبين د سوېلي زون په ټولو ولايتونو کې په عملياتو بوخت او وسله والو طالبانو ته يې هم سخته مرګ ژوبله اړولې او له هغوی څخه يې ډېرې سيمې نيولې دي.

هغه وايې د اتل ۱۶ په نوم دغه پوځي عمليات له تېرو دوو اونيو راهيسې په لاره اچول شوي چې ورسره هوايي ځواک هم برخه لري او د اروزګان په مرکز او ټولو ولسواليو کې یې د طالبانو بريدونه پر شا تمبولي او هلته يې امنيتي پوستې جوړې کړې دي.

د جنرال وفادار په وينا، تېره ورځ افغان ځواکونو او کليوالو پاڅونوالو د دغه ولايت د ګېزاب ولسوالۍ له سقوطه وژغورل او هلته يې طالبانو ته سخته مرګ ژوبله هم واړوله.

دى وايي، اوس مهال په ګيزاب کې وضعيت ښه شوى دى.

د هغه په وينا، که چېرې د اروزګان په نورو ولسواليو او مرکز کې هم عام اوسېدونکي له دولت سره د طالبانو د ځپلو په برخه کې مرسته وکړي نو امنيتي ځواکونه به په اسانۍ سره وکولاى شي د دوى پټنځايونه له منځه يوسي.

طالبانو تر ترينکوټ وروسته د چورې، دهراوود، ګيزاب او د کندهار د نېښ ولسواليو پر مرکزونو هم پراخ بريدونه وکړل اوغوښتل یې چې يادې ولسوالۍ سقوط کړي خو بريالي نه شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.