ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صديقي: پاکستان هڅه کوي د طالبانو په اړه د روسيې او ايران ذهنيتونه بدل کړي

صديقي: پاکستان هڅه کوي د طالبانو په اړه د روسيې او ايران ذهنيتونه بدل کړي

author avatar
4 Dec 2016 - 11:41
صديقي: پاکستان هڅه کوي د طالبانو په اړه د روسيې او ايران ذهنيتونه بدل کړي
author avatar
4 Dec 2016 - 11:41

کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي، پاکستان په دې هڅو کې دى چې د وسله والو طالبانو په اړه د روسيې او ايران ذهنيتونه بدل کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د ليندۍ په ١٤مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې په ډاګه کړه چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال نېکولسن وروستۍ څرګندونو کې دې موضوع ته اشاره کړې ده.

جنرال نېکولسن وړمه ورځ د امريکا په دفاع وزارت پنټګان کې د يوې خبري غونډې پر مهال ايران او روسيه د طالبانو پر ملاتړ تورن کړل او ويې ويل چې دغه هېوادونه غواړي وسله والو طالبانو ته مشروعيت ورکړي.

هغه زياته کړې: "د روسيې له خوا په ښکاره وسله والو طالبانو ته مشروعيت ورکول پر واقعيت ولاړ کار نه دى، بلکې له دغه کاره په ګټې اخيستنې غواړي چې د افغان حکومت او ناټو هڅې کمزورې کړي او دا ګټور کار نه دى، د ايران په باب هم وضعيت دغسې دى؛ د ايرانيانو او طالبانو تر منځ اړيکې شته دي. "

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، د جنرال نېکولسن له وروستيو څرګندونو څخه په ډاګه کېږي چې ځينې پاکستانۍ کړۍ په دې هڅو کې دي، څو د طالبانو په اړه د روسيې او ايران ذهنيتونه بدل کړي.

نوموړ‌‌ى وايي، پاکستان په وروستيو ١٦ کلونو کې ونه شو کړاى چې خپلو موخو ته ورسېږي اوس يې هڅې پيل کړې چې په درواغو سره د نورو هېوادونو ذهنيتونه بدل کړي او د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

صديقي زياته کړې: "موږ هيله من يو چې روسيه او ايران د افغانستان له نظام او خلکو څخه خپل ملاتړ ته هماغه ډول ادامه ورکړي چې په تېرو ١٦ کلونو کې يې کړى او د دغو پاکستانۍ حلقاتو په دروغو ونه غولېږي او د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانانو د برحقې مبارزې ملاتړ ته ادامه ورکړي."

په وروستيو کې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف د مسکو او وسله والو طالبانو تر منځ د اړيکو خبره کړې ده.

د هغه څرګندونې په افغانستان کې د ملي شورا له سخت غبرګون سره هم مخامخې شوې.

مشرانو جرګې دا موضوع د افغانستان په کورنيو چارو کې د روسيې لاسوهنه وبلله او دغه څرګندونې يې وغندلې.

د کورنيو چارو وزارت وياند په امنيتي ځواکونو کې د فساد په اړه د ناټو د جنرال د څرګندونو په اړه وويل چې فساد اوس هم يوه ستره ننګونه ده.

د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزير د حکومت د مشرتابه په ملاتړ د فساد پر وړاندې يو لړ جدي ګامونه اخيستي دي او د فساد پر وړاندې پياوړې اراده لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.