ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Dec 2016 - 16:14
غزني کې ۱۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Dec 2016 - 16:14

غزني ښار (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي خو طالبان بيا وايي چې امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند محمدحنيف رضايي د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نږدې سهار مهال د غزني ښار په ارزو سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد وکړ.

د هغه په وينا، جګړې دوه ساعته دوام وکړ چې په ترڅ کې يې ٩ طالبان وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

ده وويل چې د يو شمېر طالبانو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې وو او يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د ارزو سيمې اوسېدونکي محمد رحيم هم وويل: ((موږ ويده وو چې جګړه شروع شوه او دواړه لورو يو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.))

د هغه په وينا، نږدې سهار و چې جګړه پاى ته ورسېده او سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې شوه.

وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ياده جګړه کې پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

ده وويل چې په بريد کې يو طالب وژل شوى او درې نور ټپيان دي خو طالبانو دوه ټانګونه هم له منځه وړي دي.

غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې له تېرو ١١ کلونو راهيسې يې ناوې ولسوالۍ له وسله والو طالبانو سره ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.