ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: پاکستان دې له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي

غني: پاکستان دې له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي

author avatar
4 Dec 2016 - 12:52
غني: پاکستان دې له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي
author avatar
4 Dec 2016 - 12:52

کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): په هندوستان کې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې ولسمشر اشرف غني د پاکستان د لومړي وزير له سلاکار سره په کتنه کې ويلي، پاکستان دې له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د ٤٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون د استانبول د پروسې د اسيا زړه دوه ورځنى کنفرانس، پرون د هندوستان په امرتسر ښار کې پيل شوى دى.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني هند ته د خپل سفر په دوهمه ورځ، نن سهار د پاکستان د لومړي وزير د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغې کتنه کې اشرف غني د سولې د تامین او اقتصادي همکاریو په برخه کې د افغانستان غوښتنې د تېر په څېر په پوره وضاحت یو ځل بیا سرتاج عزیز سره مطرح کړې او له هغه څخه یې وغوښتل، چې پاکستان له افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

غني ترهګري د ټولې سیمې لپاره تهدید وباله او له دغې شومې پدیدې سره د ګډې مبارزې تر څنګ یې له هر ډول تفکیک پرته د ټولو تروریستي ډلو پر وړاندې په جدي اقداماتو او د قوې په استعمال ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې په حواله، سرتاج عزیز ژمنه وکړه، چې د افغانستان د امنیت د تامین، سولې او اقتصادي همکاریو په برخه کې د پاکستان د حکومت له لوري د شویو ژمنو ترسره کولو ته به پوره پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان ثبات او پرمختګ د پاکستان او سیمې له ثبات سره مرسته کوي.

دغه راز پاکستانيو رسنيو خبر هم ورکړى، چې د دې ليدنې پر مهال دواړو مشرانو پر شوي پرمختګ او د افغانستان پر ثبات خبرې وکړې.

که څه هم د هندوستان او پاکستان اړيکې ترينګلې دي، خو په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز د افغانستان په اړه د اسيا زړه کنفرانس کې ګډون کړى دى.

ټاکل شوې ده چې سرتاج عزيز نن د اسيا زړه کنفرانس په دويمه ورځ غونډې ته د وينا پر مهال پر سيمه ييزې همکارۍ ټينګار وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، سرتاج عزيز به دغه راز د افغانستان او د سيمې د هېوادونو ترمنځ پر همکاريو هم خبرې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.