ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مافيا او ناسالمه سيالۍ په هېواد کې د نفتي توکو د بيو لوړېدو لامل شوي

مافيا او ناسالمه سيالۍ په هېواد کې د نفتي توکو د بيو لوړېدو لامل شوي

author avatar
4 Dec 2016 - 19:04
مافيا او ناسالمه سيالۍ په هېواد کې د نفتي توکو د بيو لوړېدو لامل شوي
author avatar
4 Dec 2016 - 19:04

کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٥): د نفتي توکو او اوبلن ګاز د تصدۍ مشر وايي، ناسالمه سيالي او د سون توکو مافيا، په هېواد کې د دې توکو د بيو لوړېدو لامل شوي او اوسمهال حکومت هم د بازار د کنټرول وس نه لري.

وليد تميم دغه موضوع نن د مشرانو جرګې په ناسته کې چې په هېواد کې د سون توکو د بيو لوړېدو په اړوند جوړه شوې وه، څرګنده کړه.

د نفتي توکو د تصدۍ مشر، چې د سوداګرۍ او صنايعو معين قربان حقجو سره يوځاى يادې غونډې ته رابلل شوى، زياته کړه چې يو شمېر کړۍ د نفتي توکو په ځانګړي ډول د اوبلن ګازو د بيو په لوړولو کې لاس لري.

د ده په وينا، له ترکمنستان څخه د ګاز او تېلو د پېر پر مهال د نفتي توکو د سوداګرو ترمنځ ناسالمې سيالۍ او ګډوډۍ او د ځينو واردوونکو شرکتونو له لوري د نفتو احتکار او انحصار هغه عوامل دي، چې په هېواد کې د سون توکو په ځانګړي ډول د ګازو بيو د لوړېدو لامل شوي دي.

هغه وويل: "د نفتي توکو سوداګر د تېلو او ګازو بيو د ټاکلو په برخه کې ناعادلانه پرېکړې کوي او کله چې ورباندې د بازار منظمولو او د بيو د راټيټولو په برخو کې فشار راوړل کېږي، نو دوى تېل او ګاز چې په خپل لاس کې د شته وسيلو په توګه کاروي؛ د هغو بيې پورته بيايي."

هغه زياته کړه، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت، نهه مياشتې وړاندې ولسي جرګې ته د سالمې سيالۍ رامنځته کولو په موخه ملي شرکت ته د اوبلن ګاز او نفتي توکو د تصدۍ د وضعيت د بدلون وړانديز شوې طرحه ولېږله، خو د جرګې په داخل کې يو شمېر کسانو دغه طرحه په خپله ولکه کې نيولې ده.

تميم څرګنده کړه، چې ملي شرکت ته د اوبلن ګاز او نفتي توکو د تصدۍ بدلون جوړېدو سره د نفتي توکو او ګازو له واردوونکو سره سيالي کولى شي.

د اوبلن ګاز او نفتي توکو د تصدۍ مشر ياد وضعيت ته په اشارې سره زياته کړه: "اوس ټولو سوداګرو لاس سره يو کړى او د ګازو بيه په خپله خوښه ښکته او پورته کوي."

د تميم په وينا، اوسمهال په کابل ښار کې هر کيلوګرام اوبلن ګاز له ٤٨ افغانۍ تر ٥٢ افغانيو پورې پلورل کېږي، خو د پژواک خبري اژانس د تېرې اونۍ د اقتصادي راپور پر بنسټ، يو ليټر پټرول تېل په ٤٧ افغانۍ، يو ليټر ډېزل تېل په ٤٨ افغانۍ او يو کيلوګرام اوبلن ګاز په ٦٥ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو او اوبلن ګاز د تصدۍ مشر وويل، ياده اداره اوسمهال له نهه زره ټنه زيات ګاز په واک کې لري، چې د ولسمشر د حکم پر بنسټ يې بازار ته وړاندې کولى شي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان هر کال له ٢،٧ تر ٣،٣ ميليون ټنو زياتو نفتي توکو ته اړتيا لري، خو خصوصي برخه او نفتي توکو او ګازو تصدۍ بيا د شاوخوا يو ميليون ټنو د زېرمې وس لري.

د سوداګرۍ او صنايعو معين قربان حقجو هم وويل، د نفتي توکو د بازار کنټرول د څو شرکتونو په انحصار کې دى او دغه شرکتونه د بازار اقتصاد نظام د موجوديت له امله، د خپلې خوښې بيې عملي کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.