ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: د سوريې جګړې ته د افغانانو د لېږد په اړه بايد څېړنه وشي

مشرانو جرګه: د سوريې جګړې ته د افغانانو د لېږد په اړه بايد څېړنه وشي

author avatar
4 Dec 2016 - 18:03
مشرانو جرګه: د سوريې جګړې ته د افغانانو د لېږد په اړه بايد څېړنه وشي
author avatar
4 Dec 2016 - 18:03

کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي، د سوريې جګړې ته د افغانانو د لېږلو په اړه پر حکومت د نيوکې ترڅنګ وايي، چې دغه موضوع بايد په جدي توګه وڅېړل شي.

 د منځني ختيځ د څېړنو او څارې  ادارې MEMO په دې وروستيو کې ويلي چې د سوريې په جګړه کې د بشارالاسد حکومت په ملاتړ له زرو زيات افغانان وژل شوي او يو شمېر نور افغانان بيا تر اوسه د ياد هېواد په ځينو سيمو کې د حاکم ولسمشر پر ملاتړ خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

 مشرانو جرګه کې د پنجشېر استازي محمد علم ايزديار د يادې جرګې په نننۍ ناسته کې د سوريې په جګړه کې د زرو افغانانو وژل کېدو راپور ته په اشارې سره وويل، د بهرنيو چارو وزارت اړ دى، څو دغه قضيه په هر اړخيز ډول وڅېړي.

 هغه زياته کړه، بايد دا معلومه شي چې افغانان د سوريې جګړې ته د چا له لوري لېږل شوي؟ او که چېرې ايران په دغه قضيه کې لاس ولري؛ بايد دغه موضوع بيا له ډيپلوماټيکو لارو چارو تعقيب شي.

 په دغه جرګه کې د پکتيا استازي محمداجان منګل هم د سوريې جګړې ته د افغان کډوالو لېږل د ډيپلوماټيکو اصولو خلاف کار وباله او ويې ويل، چې هر هېواد تر خپلې اندازې پورې د افغانانو له مجبوريتونو ناوړه ګټې کړې او لا هم دوام ورکوي.

 نوموړي پر افغان حکومت نيوکه وکړه او زياته يې کړه: "دولت د خپلو هېوادوالو له حقونو د دفاع په برخه کې مکلف دى او نور چا ته له افغانانو څخه د خپلو موخو د کارولو لپاره اجازه ورنکړي."

د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم د يادې موضوع د څېړنې غوښتنه وکړه.

 د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل: "د افغانانو شهادت او د دوى د لېږلو د څرنګوالي عامل بايد معلوم شي، چې ايا دا کار ايران کړى او يا افغانانو د نورو په غوښتنو د ځوانانو له مجبوريت او مظلوميت ناوړه ګټه پورته کړې ده."

 نوموړي هم د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت په دې اړوند د څېړنو غوښتنه وکړه چې راپور يې بايد له خلکو سره شريک شي او که چېرې ايران په دغه کار کې لاس ولري؛ بايد د ياد هېواد سفير بيا احضار کړل شي.

 د هېواد د بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړوند خپله اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

 خو د راپورونو پر بنسټ، د ايران حکومت د پيسو او نورو امتيازاتو په بدل کې په ياد هېواد کې مېشت افغانان سوريې ته لېږي چې دا لړۍ تر اوسه پورې دوام لري.

 په راپور کې راغلي، چې که چېرې ياد افغانان د جګړې په موخه سوريې ته لاړ شي نو د مياشتې ٥٠٠ امريکايي ډالر او په ايران کې د اوسېدو رسمي او دايمي اسناد او نور امکانات هم برابريږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.