ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مودي او غني پر اقتصادي، سياسي او دفاعي همکاريو خبرې وکړې

مودي او غني پر اقتصادي، سياسي او دفاعي همکاريو خبرې وکړې

author avatar
4 Dec 2016 - 13:33
مودي او غني پر اقتصادي، سياسي او دفاعي همکاريو خبرې وکړې
author avatar
4 Dec 2016 - 13:33

کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): ولسمشر اشرف غني او د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي پر اقتصادي، سياسي او دفاعي همکاريو خبرې وکړې.

ولسمشر اشرف غني د افغانستان په اړه د استانبول پروسې په اسيا زړه کنفرانس کې د ګډون په موخه پرون ماښام د هندوستان امرتسر ښار ته رسېدلى دى.

د ٤٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون د استانبول د پروسې د اسيا زړه دوه ورځنى کنفرانس پرون د هندوستان په امرتسر ښار کې پيل شوى دى.

پرون د دغه کنفرانس په لومړۍ ورځ د مرستيال وزيرانو او استازو په کچه د کنفرانس پر اجنډا خبرې وشوې او نن يې رسمي غونډه پيل شوې ده.

ولسمشر اشرف غني او ورسره تللي پلاوي نن د ليندۍ په ١٤مه سهار مهال د هندوستان د پنجاب ايالت په امرتسر ښار کې د ياد هېواد له لومړي وزير نريندرا مودي سره وليدل.

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، سياسي او پوځي اړيکو پر پراختيا خبرې وشوې.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې دغه راز په افغانستان کې د هندوستان پر روانو او راتلونکو پروژو باندې هم بحث وشو.

په راپور کې راغلي چې غني او مودي د دواړو هېوادونو تر منځ پر فضايي سوداګريزو اړيکو هم خبرې وکړې چې په ترڅ کې به يې هوايي کارګو فعاليت پيلوي.

دا په داسې حال حال کې ده چې پاکستان هند ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان خاورې له لارې له افغانستان سره سوداګري وکړي.

سرچينې زياته کړې چې افغانستان او هندوستان د هوايي کارګو پروسې پر پيلولو يوې هوکړې ته رسېدلي دي.

د هند لومړي وزير نريندرا مودي ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړى چې هېواد به يې له افغانستان سره د سولې او ثبات او په برخو کې خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

سرچينو ويلي چې افغانستان له هندوستان څخه د پوځي وسايلو غوښتنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.