ښرنه-پل علم(پژواک،١٤ليندۍ٩٥): په پکتيکا کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته کې ١٦ طالبان او يو پوليس وژل شوي او په لوګر کې يو ماين خښوونکى نيول شوى دى.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي د ليندۍ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو د پکتيکا په ډيله خوشامند او جاني خېلو ولسواليو کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
د نوموړي په خبره، په دې نښته کې چې شپږ ساعته يې دوام وکړ، ۱۶ طالبان وژل شوي او يو شمېر سپکي او درنې وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
ده وويل چې د څلورو طالبانو جسدونه په سيمه کې پاتې دي، خو په جګړه کې يو پوليس هم وژل شوى دى.
دغه راز د پکتيکا د ځانګړو ځواکونو قوماندان عزيزالله کاروان هم پژواک ته وويل، چې د شپې په يوه بجه د پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه پيل شوې وه چې دوى يې هم مرستې ته ورسېدل.
هغه هم وويل چې په دې جګړه کې ١٦ طالبان وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې وسله والو طالبانو پورې اړوند يو ماين خښوونکى نيول شوى دى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې نن له غرمې وروسته د مرکز اړوند د سرى سنګ په سيمه کې د وسله والو طالبانو يو ماين خښوونکى چې بريالى نوميږي، نيول شوى دى.
ده وويل چې له بريالي څخه يو ميل کلاشينکوف، يوميل تومانچه، څو کړۍ ماينونه، د شپې ليدلو دوربين، موبايلونه او د ماين جوړونې نور توکي ترلاسه شوي دي.
د يادو دواړو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن