ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د سترې محکمې له پرېکړې وروسته به دسلب صلاحيت شوو وزيرانو په اړه تصميم ونيول شي”

” د سترې محکمې له پرېکړې وروسته به دسلب صلاحيت شوو وزيرانو په اړه تصميم ونيول شي”

author avatar
5 Dec 2016 - 18:17
” د سترې محکمې له پرېکړې وروسته به دسلب صلاحيت شوو وزيرانو په اړه تصميم ونيول شي”
author avatar
5 Dec 2016 - 18:17

کابل (پژواک،١٥ليندۍ ٩٥): اجرايي رياست وايي چې د ولسي جرګې له لوري دسلب صلاحيت شوو وزيرانو په اړه د سترې محکمې پرېکړې له صادرېدو څخه وروسته، به حکومت پرېکړه وکړي.

د حکومت اجرايي رياست مرستيال وياند اميد ميثم نن له رسنيو سره په خبرو کې وويل  چې د ولسي جرګې له لوري د وزيرانو سپناوى او سلب صلاحيت پر موضوع د سترې محکمې کار دوام لري.

 نوموړي هيله وښوده چې ستره محکمه به په دې اړه ډېر ژر خپله پرېکړه وکړي، څو پرمټ يې حکومت په دې برخه کې تصميم ونيسي.

هغه په دې اړه چې ولې حکومت تر اوسه له سترې محکمې څخه غوښتنه نه ده کړې چې د سلب صلاحيت شوو وزيرانو برخليک په اړه پرېکړه وکړي؟ وويل :" تر دې وړاندې جمهوري رياست او اجرايي مشر له سترې محکمې غوښتنه کړې وه؛ هيله ده چې ډېر ژر خپله پرېکړه صادره کړي.

 ولسي جرګې د روان کال د لړم په ١٢مه پرېکړه وکړه، ١٧ هغه وزيران چې د تېرکال بوديجه يې له ٧٠ سلنې څخه لږ لګولې ، استيضاح کړي.

د يادې پرېکړې له مخې، ولسي جرګې د څلور عمومي غونډو په ترڅ کې، د فوايد عامې وزير،کار ، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو، بهرنيو چارو، پوهنې، ترانسپورټ، لوړو زدکړو او مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزيران استيضاح او سلب صلاحيت کړل.

 خو د عدليې، ماليې، ښارجوړونې، برېښنا او اوبو، کرنې او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيران له استيضاح بريالي راووتل.

خو د ولسي جرګې له لوري د وزيرانو سلب صلاحيت، د دولت کابينې د يوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، د ولسي جرګې پر پرېکړې د اعتراض ترڅنګ دا موضوع  سترې محکمې ته واستوله او فيصله يې وکړه چې سلب صلاحيت شوي وزيران دې د سترې محکمې حکم تر صادرېدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.

 په داسې حال کې چې د وزيرانو له استيضاح او سلب صلاحيت څخه ٢٠ ورځې تېرېږي؛ خو سترې محکمې په دې اړه خپله پرېکړه نه ده صادر کړې.

 له بله پلوه د اجرايي رياست مرستيال وياند د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د دريځ په اړه وويل :" موږ تل له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده چې سيمه کې د سولې او ثبات ټينګښت په اړه عملي ګامونه پورته کړي؛ ځکه يوازې افغانستان د تروريزم ښکار نه دى،بلکې پاکستان، د سيمې هېوادونه او ان اروپا او امريکا هم د ترهګرۍ قرباني دي."

هغه څرګنده کړه چې د ملي يووالي حکومت، د تروريستانو د ځپلو لپاره د پاکستان د ګډ اوهمغږي حرکت غوښتنه کوي؛ خو تر اوسه په دې برخه کې د پاکستان له لوري عملي ګامونه نه دي اخيستل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.