ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي

د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي

author avatar
5 Dec 2016 - 11:12
د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي
author avatar
5 Dec 2016 - 11:12

کابل (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٥): د ناټو د بهرنيو چارو وزيران به د وارسا په سرمشريزه غونډه کې له افغانستان سره د کړيو پوځي او مالي مرستو ارزونه وکړي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي وياندد ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه سبا د ليندۍ په ١٦مه،د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پيلېږي.

سرچينې زياته کړه چې د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې په وارسا کې د ناټو تر سرمشريزې غونډې وروسته د بهرنيو چارو وزيرانو دا لومړۍ غونډه ده.

د ناټو د ملکي دفتر وياند وايي چې په دې غونډه کې به د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ترڅنګ د ملګرو ملتونو ، اروپايي اتحاديې استازي ، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن هم ګډون وکړي.

سرچينه وايي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني ته هم په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او هيله ده چې هغه هم په کې برخه واخلي.

د هغه په وينا، ددې کنفرانس دويمه ورځ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې ده، چې په کې د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو ترڅنګ د هغو هېوادونو استازي هم ګډون کوي چې په افغانستان کې د ناټو د روزنې په ماموريت کې غړيتوب لري.

د ناټو د ملکي دفتر وياند وويل چې په دې غونډه کې به نړيواله ټولنه يوځل بيا له افغانستان سره د خپلو هغو اوږد مهاله همکاريو ژمنې تازه او ارزونه يې وکړي  چې د وارسا په سرمشريزه کې يې کړې وې.  

د ناټو سازمان د سرمشريزې غونډې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې له افغانستان سره د اوږد مهاله امنيتي ، سياسي او اقتصادي همکاريو ژمنې شوې دي. 
د ناټو د وارسا سرمشريزې اعلاميه په لاندې لينک کې کتلى شئlogin or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.