ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خلک له تېرو څو اوونيو راهيسې له برېښنا څخه بې برخې دي

د کندهار خلک له تېرو څو اوونيو راهيسې له برېښنا څخه بې برخې دي

author avatar
5 Dec 2016 - 16:13
د کندهار خلک له تېرو څو اوونيو راهيسې له برېښنا څخه بې برخې دي
author avatar
5 Dec 2016 - 16:13

کندهار (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٥): د کندهار اوسېدونکي د برېښنا د پر له پسې نشتوالي شکايت کوي او وايي چې دغه حالت د هغوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

دغه راز د کندهار ښار د صنعتی پارک د فابريکو مسوولين وايي چې که څه هم دوی ته په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰ ساعتونو لپاره له ډېزلي جنراتورونو برېښنا ورکول کېږي، خو منظمه نه ده چې له امله يې د هغوی فابريکې نيمه فعاليت کوي.

دوی دا هم وايي چې له دوی سره ژمنه شوې وه چې په روان کال کې به ورته د لس مېګاواټه لمريزې برېښنا پلانټ نصبېږي، خو دا دی کال پای ته ورسېد او د لمريزې برېښنا درک هم نشته.

له همدې امله تېره ورڅ د کندهار د برېښنا مسوولين د کندهار ولايتي شورا غونډې ته هم ورغوښتل شوي وو، څو په دې اړه وضاحت وړاندې کړي.

د کندهار ښار د هرات بازار يوه دوکاندار د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه مياشت وړاندې د کندهار د برېښنا شرکت مسوولينو خبر ورکړی و چې د هلمند ولايت پر کجکي بند د برېښنا د درېيم توربين د نصب چارې بشپړې شوي او کندهار او هلمند ولايتونو ته په ازمايښتي بڼه د برېښنا جريان پيل شوى دى.

ده زياته کړه دغه خبر خلک خوشحاله کړل او فکر يې وکړ چې د برېښنا ستونزه به تر يوه حده حل شي، خو له څو ورځو تېرېدو وروسته د برېښنا جريان بېرته بند شو او کندهار ښار په اوونيو اوونيو په تيارو کې ډوب پاتې شو.

دی وايي چې يو ځل خلک په سوځوونکي دوبي کې تر دوو مياشتو ډېر د دې لپاره له برېښنا بې برخې وو چې پر کجکي بند درېيم توربين نصبېږي، خو اوس چې دا دی ژمی را ورسېد نو هم په اوونيو اوونيو برېښنا نه لري.

د ده په خبره دغه حالت خلک ناهيلي کړي او د هغوی ژوند او اقتصاد يې اغېزمن کړی دی.

بل خوا د کندهار ښار په صنعتي پارک کې د فابریکو مسوولين وايي، که څه هم دوی ته له ډ‌ېزلي جنراتورونو له ۶ تر ۸ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې هم کمه او هم منظمه نه ده چې له امله يې د هغوى کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي دي.

حاجي سيد محمد په صنعتي پارک کې د مېوو د پروسس فابریکه لري؛ دی وايي، په دې وروستيو کې د برېښنا پر کمښت او نامنظموالي دا ستونزه هم ور زياته شوې چې ډېر وخت نه وي.

دی زياتوي، له يوه سره د همدې ستونزې له امله په لسګونو فابريکې وار له مخه تړلې دي، خو هغه چې فعالې دي توليد يې نيم په نيمه ټيټ شوی.

د نوموړي په وينا، د برېښنا د کموالي او ځنډ له امله د فابريکو چلوونکو ته درانه زيانونه اوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.