غزني(پژواک،١٥ليندۍ٩٥): په غزني کې سږکال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٩٦ پېښې ثبت شوې دي چې د تېرکال په پرتله زياتوالى ښي.
د غزني د ښځو چارو رييسې شکريه ولي د ليندۍ په ١٥مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې سږ کال په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده.
هغې وويل چې په دې پېښو کې په بدو کې ورکول، وهل او ټکول، د نفقې نه ورکول او ځينې نور شيان شامل دي، خو د وژنې کومه قضيه په کې نشته .
دې زياته کړه: (( موږ همېشه کوښښ کوو چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى کم کړو،خو د لرو پرتو سيمې ښځې نه موږ ته مراجعه کوي او نه يې هم موږ د تاوتريخوالي په اړه خبر يو .))
د هغې په وينا، بې سوادي او د ښځو له حقونو څخه نا خبرى ددې لامل شوى چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډيرې شي.
دغه راز په دې غونډه کې د مدنې ټولنې غړې فرزانې وويل چې د ښځو د حقونو په برخه کې بايد د ښځو چارو رياست عامه پوهاوى وکړي.
هغې زياته کړه: (( خلک بايد په دې پوه شي چې د ښځو وهل او ټکول او په بدو کې ورکول يې په اسلام کې ناروا عمل دى.))
د مدني ټولنې بل غړى کاظم رسولي بيا وايي چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى په هغو کورنيو کې ډير وي چې د کور مشر يې په نشه يي توکو روږدى وي.
د هغه په اند، که په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه وشي او وزګاره کسانو ته کار پيدا شي، نو د تاوتريخوالي پېښې به ډيرې کمې شي.
دغه راز په دې غونډه کې ديني عالم مولوي محمد اسماعيل وويل چې د اسلام له نظره هم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى يو ناروا عمل دى.
هغه وايي چې د اسلامي شريعت پر بنسټ ښځې د نارينه وو په څېر پوره حقوق لري چې بايد ورکړل شي.
د يادونې ده چې تېر کال په غزني کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا اتيا پېښې ثبت شوې وې چې اووه يواځې د قتل پېښې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن