ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې د سون توکو بيې لوړې شوې دي

په تخار کې د سون توکو بيې لوړې شوې دي

author avatar
5 Dec 2016 - 11:37
په تخار کې د سون توکو بيې لوړې شوې دي
author avatar
5 Dec 2016 - 11:37

تالقان(پژواک،١٥ليندۍ٩٥):د تخار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ژمي په را نږدې کېدو سره په دې ولايت کې د سون توکو بيې لوړې شوي، خو حکومت يې مخه نه نيسي.

خو حکومت بيا وايي چې د سون توکو بيو د کنټرول په موخه يې يوه کمېټه جوړه کړې ده.

د تخار د مرکز  تالقانو اوسېدونکي احمد الله د ليندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولایت کې د واورې په ورېدو سره د سون توکو بيې لوړې شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یو من لرګيو بیه له ۵۰ څخه ۸۰ ته، د یو کیلو ګازو بيه له ۶۰ څخه ۸۰ ته او د یو لېتر پټرولو بيه له ٤٥ افغانيو څخه ٥٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړی وايي چې حکومت د بیو ثابت ساتلو لپاره هیڅ ډول هڅه نه کوي، له همدې امله خلک ددغو توکو د اخيستلو وس نه لري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دی وايي: ((د لرګيو او نورو سون توکو بیې لوړې شوې دي، ډېر خلک بېوزله دي، د دغو توکو د اخيستلو وس نه لري، موږ له حکومته غواړو چې مخه یې ونیسي.))

دغه راز د تالقانو یو بل اوسېدونکي محمد نذیر پژواک ته وويل چې د توکو بيې د سوداګرو په زړه لوړې او ښکته کيږي او حکومت په دې برخه کې هیڅ ډول کنټرول نه لري.

 نوموړى وايي چې که حکومت په بازار کې د توکو دبیو د لوړېدو مخه و نه نیسي، بېوزلې کورنۍ به له ډيرو ستونزو سره مخ شي.

دی وايي: ((حکومت یې په کېسه کې نه دی، حکومت څه خبر دی چې څوک د دوه منه لرګیو د اخيستلو توان نه لري ، خو زه وايم که یې مخه و نه نیول شي، ناورین به رامنځته شي، ځکه چې د تخار ډېر شمېر اوسېدونکي بیوزله دي او د کوټو د تودولو توان نه لري.))

په تخار کې د مدني ټولنې غړي کریم الله دانش پژواک ته وويل چې د تخار سوداګر له ازاد بازار څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هرڅه په خپل انحصار کې راولي.

کریمي وايي چې په ازاد بازار کې سوداګر باید د توکو د کیفیت او د بیو په راکمولو کې سره سیالي وکړي.

نوموړی وايي: (( ازاد بازار په دې مانا نه ده چې هر څه په خپل زړه وکړي، ازاد بازار په دې معنى ده چې سوداګر باید په خپلو کې سره د بیو په راکمولو او ښو توکو په وړاندې کولو کې سیالي وکړي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.