کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): امريکا د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو له لارې وسله والو طالبانو ته پيغام ورکړى چې له سولې پرته بله لاره نه لري.
دغه څرګندونې افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا سرپرست ځانګړې استازې لورل ملر په هندوستان کې د اسيا زړه له کنفرانس څخه وروسته کړې دي.
د ولسمشر اشرف غني او د هند د لومړي وزير نريندرا مودي په ګډون دغه دوه ورځنۍ کنفرانس وړمه ورځ د هند د پنجاب ايالت په امرتسر ښار کې ترسره شو.
د امريکا ځانګړي استازي ويلي چې د خبرو اترو لپاره دروازې خلاصې دي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه بايد پر طالبانو فشار راوړي چې د خبرو اترو ته حاضر شي.
که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم نه ده اخيستې، خو تر دې مخکې امريکايي چارواکو له پاکستان څخه غوښتي دي چې د سولې خبرو اترو لپاره طالبان اماده کړي.
د لورل ملر په وينا، وسله والو طالبانو ته هم په کار دي چې له دغه فرصت څخه په استفادې سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن هم ويلي وو چې پاکستان، ايران او روسيه پر طالبانو اغېز لري او دغه هېوادونه د افغانستان په سوله او ثبات کې ښه رول لوبولى شي.
خو نوموړي دا هم ويلي چې دغه هېوادونه له طالبانو سره نېغ په نېغه مرستې پيل کړې چې د افغانستان ثبات لپاره لوى ګواښ دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن