کابل(پژواک،١٦ليندۍ٩٥): اجراييه رييس وايي چې په افغانستان کې د امن او ثبات لپاره اړینه ده، چې د سیمې هېوادونه د افغان حکومت له وړاندیزونو او پلانونو سره سمه همکاري وکړي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې دي چې د ليندۍ په ١٦مه د حکومت د اجراييه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تداماچي یاماموتو سره ولیدل.
په دې ليدنه کې عبدالله وويل چې په افغانستان کې د امن او ثبات لپاره اړینه ده، چې د سیمې هېوادونه د افغان حکومت د وړاندیزونو او پلانونو مطابق لازمې همکارۍ وکړي.
هغه زیاته کړه چې دلته ثبات د افغانستان د اقتصادي ودې ترڅنګ د سیمې د هېوادونو لپاره هم مهم اقتصادي فرصتونه جوړوي او اړینه ده، چې د سولې پروسې په ملاتړ سره، له دې فرصتونو ګټه پورته شي.
په دې ليدنه کې د هېواد پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالت هم بحث وشو او په دې برخه کي وروستۍ لاسته راوړنې د پرمختګ لور ته د مهمو اقداماتو په توګه یاد شول.
د ټاکنیز نظام اصلاح،د نويو کمېشنرانو معرفي او د ټاکنو لپاره د چمتوالي مرحله اساسي پرمختګونه وبلل شول او په نورو اړوندو برخو کې پر لازمو اقداماتو هم بحث وشو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن