ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو او متحدينو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پيل شوه

د ناټو او متحدينو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پيل شوه

author avatar
6 Dec 2016 - 15:11
د ناټو او متحدينو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پيل شوه
author avatar
6 Dec 2016 - 15:11

بروکسل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): د ناټو او متحدو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو  دوه ورځنۍ غونډه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پيل شوه.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ د دغه کنفرانس په پيل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې لومړۍ ورځ د ناټو اړوند مسايلو ته ځانګړې شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دويمه ورځ به د ناټو او شاوخوا ٤٢ متحدو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي.

د ناټو سرمنشي وويل، سبا به د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني په ګډون نړيواله ټولنه له افغانستان سره د اوږود مهاله همکاريو په اړه خپلې ژمنې يو ځل بيا تازه کړي.

د هغه په وينا، د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې به د افغانستان د حکومت له خوا رامنځته شوي اصلاحات هم ارزول کېږي

سټولټنبرګ وايي چې د افغان حکومت له خوا د اصلاحاتو ژمنې د نړيوالې ټولنې له دوامدارو همکاريو سره تړاو لري.

سټولټنبرګ وويل: ((د وزيرانو غونډه به د افغانستان او د قاطع ملاتړ ماموريت په اړه پای ته ورسېږي، موږ به د افغانستان د امنیت په برخه کې خپل قوي ملاتړ بیا تایید کړو او د افغانستان د حکومت د اصلاحاتو د اجنډا په اړه به هغه اطلاعات لاسته راړو چې د افغانستان د اوږدمهال ثبات لپاره اړين دي.))

د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې په  وارسا کې د ناټو  تر سرمشريزې غونډې وروسته د بهرنيو چارو وزيرانو دا لومړۍ غونډه ده.

په کابل کې د ناټو د ملکي دفتر وياند وايي چې په دې غونډه کې به د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر څنګ د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې استازي، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نېکولسن هم ګډون کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.