کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو، د اسيا زړه په ناسته کې د ولسمشر اشرف غني له لوري له افغانستان سره د پاکستان د ٥٠٠ ميليون ډالري مرستې له ردولو هرکلى کړى او ويلي يې دي چې حکومت بايد پنځلس کاله وړاندې داسې يو تصميم نيولى و.
د اسيا زړه ناسته دوه ورځې وړاندې له ترهګرۍ او افراطيت سره د مبارزې لپاره د سيمه ييزو همکاريو د څرنګوالي په موخه په هندوستان کې ترسره شو.
ولسمشر غني په دغه ناسته کې له افغانستان سره د پاکستان هېواد ٥٠٠ ميليون ډالري مرسته رد کړه او ويې ويل، چې اسلام اباد بايد دغه پيسې په خپله خاوره کې د ترهګرۍ او افراطيت د له منځه وړلو په برخه کې وکاروي، ځکه له سولې پرته پيسې د افغانانو اړتياوې نه شي پوره کولى.
د مشرانو جرګې غړي جمعه الدين ګيانوال په نننۍ ناسته کې د ولسمشر له دغه اقدام د هرکلي ترڅنګ وويل، چې په ټولو بهرنيو ناستو کې بايد د پاکستان په اړه نيوکې وشي.
هغه زياته کړه چې د پاکستان د مرستو ردول د افغانانو له غوښتنې سره سم ترسره شوي دي.
د يادې جرګې بل غړي نثار حارس هم وويل: "له ولسمشر مننه کوو چې د افغان حکومت او خلکو رسمي دريځ يې پاکستان ته روښانه کړ."
د يادې جرګې بل غړي شېرمحمد اخندزاده وويل: "پيسې دې ورکې شي، بايد ولسمشر د پاکستان بادار امريکا ته ووايي چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د ترهګرۍ له تمويل او سمبالتيا لاس واخلي."
د يادې جرګې غړې ليلما احمدي وويل: "پاکستان د ترهګرو د تمويل او سمبالښت سرچينه ده او دغه ډول دريځونه به په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لامل وګرځي."
د يادې جرګې يوې بلې غړې فوزيه سادات وويل: "په خپل ولسمشر وياړم چې د افغانانو د اصلي دښمن مرسته يې رد کړه."
په دغه جرګه کې د لوګر استازي اصف صديقي وويل: "بايد دغه کار د افغان حکومت له لوري پنځلس کاله وړاندې ترسره شوى واى."
د نوموړي په وينا، د افغانانو يوازينۍ غوښتنه د سولې او امنيت ټينګښت دى.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم د ولسمشر غني له لوري د پاکستان د مرستې د ردولو هرکلى وکړ او ويې ويل: "افغانان دا ډول مرستو ته اړتيا نه لري او دغه پيسې بايد په پاکستان کې د ترهګريزو ډلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ولګيږي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن