ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د شېرخان بندر تصدۍ رياست د سرپرست دنده وځنډول شوه

د کندوز د شېرخان بندر تصدۍ رياست د سرپرست دنده وځنډول شوه

author avatar
6 Dec 2016 - 14:20
د کندوز د شېرخان بندر تصدۍ رياست د سرپرست دنده وځنډول شوه
author avatar
6 Dec 2016 - 14:20

کندوز (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): د کندوز ولايت د استيناف څارنوالۍ د شېرخان بندر د تصدۍ رياست د سرپرست دنده د وظفيوي غفلت او د ځمکو له غاصبينو سره د همکارۍ په تور ځنډولې ده.

د کندوز استيناف څارنوالۍ مشر محمدعارف مبشر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يوه سوداګريز ښارګوتي سلګونه جريبه ځمکه چې د شېرخان بندر تصدۍ اړوند ده، د یادې تصدۍ رياست د سرپرست محمد سرشخي له لوري غصب او پلورل شوې ده.

هغه زياته کړه: ((څو ځله د شېر خان بندر او ولايت مقام نه څارنوالۍ ته مکتوب واستول شو، څو د دغه سوداګريز ښارګوټي د ځمکو د غصب مخنيوى وشي، په دې برخه کې پلاوى وټاکل شو، خو د شېرخان بندر تصدۍ رياست سرپرست له پلاوي سره هېڅ ډول همکاري ونه کړه او د څېړنې لپاره څارنوالۍ ته حاضر نه شو.))

مبشر زياته کړه چې د کندوز ولايت د استيناف څارنوالۍ رياست د دغه ولايت له محکمې غوښتي چې د شېرخان بندر تصدۍ رياست د سرپرست دنده د وظيفوي غفلت او له غاصبينو سره د همکارۍ په سبب وځنډوي چې تېره ورځ يې دنده په رسمي ډول وځنډول شوه.

نوموړي وويل: ((تر هغو چې د شېر خان بندر د تصدۍ رياست سرپرست څارنوالۍ ته د څېړنې لپاره حاضر نه شي، د دندې ترسره کولو اجازه نه لري.))

خو د تصدۍ سرپرست محمد سرشخي د يادو شوو تورونو په ردولو سره وويل: ((دغه ځمکې په ١٣٨٨ لمريز کال کې غصب شوې چې هغه مهال زه د ياد شوي رياست سرپرست نه وم او نه هم د ځمکو د غصب نه د مخنيوي مسووليت زما پر غاړه و.))

نوموړي وويل چې دنده يې د ده پر وړاندې د يوې دسيسې له مخې ځنډول شوې او زياته يې کړه چې د څارنوالۍ ټولو ور استول شوو مکتوبونو او پلاوو ته يې په دې اړه ځواب ويلى او اوس هم حاضر دى چې د ځواب لپاره څارنوالۍ ته حاضر شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.