ميمنه (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): د فارياب په شېرين تګاب ولسوالۍ کې د "ظفر ٢١" په نوم عملياتو کې اته کلي چاڼ او اوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي، بلخوا د پښتونکوټ ولسوالۍ پرخيش سيمه طالبانو نیولې ده.
د فارياب والي سيد انور سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې د "ظفر ٢١" عمليات تېره اونۍ د شېرين تګاب ولسوالۍ د ځينو کليو چاڼ کولو او د ميمنې- اندخوی له لويې لارې د امنيتي ګواښونو لرې کولو په موخه پيل شوي وو او تېره ورځ پاى ته ورسېدل.
نوموړي زياته کړه چې په يادو عملياتو کې د تورت کول د بلوچ کلي په ګډون اته کلي، رحمت اباد، ګوراوغلي، عظيم اباد او ... د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي، ٧ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢ نور يې ټپيان دي.
سادات زياته کړه چې له موبايل سره عيار ١٩ ريموت کنټرول او فشاري ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له لوري د امنيتي ځواکونو هدف ګرځولو لپاره په کليو کې ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او شنډ شول.
طالبانو تر اوسه د اتو کلو د له لاسه ورکولو او هغوى ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
په ورته وخت کې د فارياب پښتونکوت ولسوالۍ پرخيش سيمه پرون شپه د طالبانو لاس ته ورغله، د ولسي پاڅون کوونکو يو قوماندان وژل شوى او یو بل ټپي دى.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ميرامان الله ظافر وويل چې سلګونو طالبانو پرون پر پرخيش سيمه بريد وکړ او هغه يې ونيوله.
ظافر وويل : "په ياد بريد که د ولسي پاڅون کوړنکو يو قوماندان وژل شوي او يو بل قوماندان ټپي شوى، تازه دمي ځواکونه سيمې ته استول شوي، اوسمهال هلته طالبان په محاصره کې دي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن