ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

لوګر کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

author avatar
6 Dec 2016 - 14:43
لوګر کې درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
author avatar
6 Dec 2016 - 14:43

کابل (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): په لوګر ولايت کې د ٦٠ ميليونه افغانيو په لګښت درې ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې چې زرګونو کسانو ته د تګ راتګ اسانتيا برابره شوې ده.

د يادو پروژو د پرانيستې په غونډه کې د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دراني، د لوګر والي محمدحليم فدايي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د لوګر والي وويل چې په دې پروژو کې په مرکز او خوښۍ ولسواليو کې د کليوالي لارو پخول او د پلونو جوړول شامل وو.

والي وايي: ((په دې پروژو کې د مرکز اړوند د متاڼيو پول، د منګو خېلو سړک او په خوښۍ ولسوالۍ کې د مهاجرينو ښارګوټي سړک شامل دي.))

د هغه په وينا، د دې پروژو کار د يو کال په موده کې بشپړ شو چې لګښت يې د نړيوال بانک، اسيايي بانک او ماليي وزارت له لوري ورکول شوى دى.

فدايي وايي چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره زرګونو کسانو ته د تګ راتګ اسانتيا برابره شوې ده.

دغه راز په دې غونډه کې د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دراني وويل چې دغه پروژې د خلکو د غوښتنو او اړتياوو پر اساس ترسره شوې دي.

هغه وايي چې دغه پروژې خلکو ته سپارل شوې اوس نو خلک يې بايد په ساتنه کې له حکومت سره پوره مرسته وکړي.

ده وويل چې د لوګر په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ کې ١٧٨ ميليونو افغانيو په لګښت د څلورو نورو پروژو د رغونې چارې هم پيل شوې.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه پروژې هم د لارو جوړول دي چې د يو کال په موده کې به يې چارې بشپړې شي.

دراني دا هم وويل چې په راتلونکي کال کې به په لوګر ولايت کې د اووه سوه ميليونو افغانيو په لګښت اتيا کيلومتره نور کليوالي سړکونه جوړ کړي.

د منګو خېلو کلي اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل: ((زموږ د کلي سړک خام و، اوس پوخ شو، موږ ورته ډېر خوشحاله يو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.