جلال اباد (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې په بېلابېلو عملياتو کې يې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي، وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پوليسو د پچيراګام ولسوالۍ په مربوطاتو کی ٨٠ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه چې له دغو توکو سره د تړاو په تور څوک نه دی نيول شوي، خو پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
دغه راز مشرقيوال وويل چې پوليسو د مومند درې په ولسوالۍ کی دوه تنه د قيمتي ډبرو د قاچاق په تور نيولي دي.
د نوموړي په وينا، دغو کسانو په يو هينو موټر کې قيمتي ډبرې بار کړې وې او غوښتل يې نورو سيمو ته يې قاچاق کړي.
د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې پوليسو يو اندازه بېلابېل ډول مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
هغه زياتوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبينو د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند د فاميليو په ساحه کی (۳۵) فيره د دهشکې مرمۍ، درې فيره د بم غورځوونکي مرمۍ او يو فيرد پس لګد توپ مرمۍ شامله ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن