ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي : د لغمان د شاهي کانال تخنيکي مسايل نه دي بشپړ شوي

والي : د لغمان د شاهي کانال تخنيکي مسايل نه دي بشپړ شوي

author avatar
6 Dec 2016 - 12:04
والي : د لغمان د شاهي کانال تخنيکي مسايل نه دي بشپړ شوي
author avatar
6 Dec 2016 - 12:04

مهترلام (پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٥): د لغمان چارواکي وايي چې د وزيرانو شورا د کله ګوش بند پروژه تاييد کړې، خو د شاهي کانال پروژې تخنيکي مسايل مکمل نه و، ځکه د وزيرانو شورا بلې غونډې پاتې شوه.

ولسمشر اشرف غني د لغمان د خلکو پخوانۍ غوښتنه ومنله او د ١٣٩٤ لمريز کال د مرغومي په ٢٠مه، په ننګرهار ولايت کې د ختيځ زون  له واليانو او ولسونو سره د ليدنې پر مهال د لغمان د شاهي کانال ستره پروژه يې منظور کړې وه.

له تېرو دوو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې داسې معلومات خپاره شوي، چې ګوندې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې د لغمان د شاهي کانال پروژې عملي کېدل بند شوي دي، چې له امله يې د لغمان ولسونو ته يو ډول اندېښنې پيدا شوې وې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خلکو د اندېښنو لرې کولو او د موضوع په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه والي عبدالجبار نعيمي په کابل کې له مهمو چارواکو سره دا موضوع شريکه کړه، چې د هغوى لخوا ورته بشپړ وضاحت ورکړل شو.

هغه زياته کړه، کابل کې چارواکو والي ته ويلي چې د وزيرانو شورا په جلسه کې په ملي کچه د لغمان د دوه پروژو د کله ګوش د بند او د شاهي کانال تخنيکي مسايل وړاندې شول، چې په دې کې د کله ګوش د بند تخنيکي سروې تر سره شوې او نور معلومات له هر اړخيزه پلوه سم او د تاييد وړ وګرځېدل .

ځواک وايي، د وزيرانو شورا په غونډه کې د شاهي کانال د پروژې په اړه چې تخنيکي مسايل او نور معلومات  يې بشپړ نه و، نو په دې جلسه کې له تاييد څخه پاتې شول.

د لغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي چې د يادو پروژو تطبيق د لغمان د ولسونو يو ستر تاريخي ارمان دی او د ولايتي ادارې په ګډون د لغمان ټول ولسونه دې ته چمتو دي چې د سرونو په بيه له دغو پروژو ساتنه او حفاظت وکړي.

خو د وزيرانو شورا په اعلاميه کې راغلي : (( د اوبو او برېښنا وزارت په لغمان ولایت کې د شاهي کانال د بیارغېدو او د بابا صاحب دښتې ته د اوبو د کانال رسولو د چارو په اړه د ترسره شوې سروې پرزنټېشن وړاندې کړ. په دې سروې د یادې پروژې د ترسره کېدو ستونزې خورا ډېرې او پلي کېدل یې ناممکن و، چې د وزیرانو شورا له لوري رد شوه.))

د لغمان يوتن قومي مشر حاجي واحد الله وايي چې شاهي کانال ددې ولايت لپاره حياتي ارزښت لري او لغوه کېدل به يې ددې ولايت له خلکو سره ستر ظلم وي.

نوموړي په دې برخه کې د لغمان د والي له هلو ځلو ستاينه وکړه، چې له مرکز سره يې اړيکې نيولې او هڅه کوي چې دا پروژه عملي شي.

د يادونې ده چې د ولسمشر له خوا د لغمان د شاهي کانال پروژې تر منظورۍ وروسته يې د سروې کارونه پيل شوي دي، چې د ځايي چارواکو په وينا، د شاهي کانال سترې پروژې په پلي کېدو سره به د الينګار سيند مهار او پراخې للمي ځمکې به خړوبې شي.

د ولايت مقام د معلوماتو له مخې، د شاهي کانال په بشپړېدوسره به له شل زروڅخه تر پنځه ويشت زرو هکتارو زياته ځمکه خړوبه شي او په دې سره به د کرنيزې ودې ترڅنګ دچاپيريال ساتنې په غوره والي کې هم د پام وړ ښه والی راشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.