کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٥): د اسيا پراختيايي بانک د افغانستان د انرژۍ له سکتور سره د ٤١٥ ميليونه ډالرو مرستې منظوري ورکړې ده.
په کابل کې د اسيا پراختيايي بانک دفتر له خوا د ليندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرسته د افغانستان د انرژۍ سکتور د امنيت او نورو برخو کې د پرمختګ لپاره شوې ده.
د ياد دفتر د انرژۍ څانګې متخصص اسد عليم ويلي چې دا مرسته د افغانستان د حکومت د انرژۍ د ملي پروګرام د ملاتړ په موخه شوې چې د ١٠ ميليارده ډالرو په ارزښت يې پيل کړى دى.
هغه زياته کړې چې د افغانستان د حکومت له دغه پروګرام څخه موخه دا ده چې ټولو خلکو ته برېښنا ورسېږي، اقتصاد وده وکړي او غربت له منځه يو وړل شي.
د اسيا پراختيايي بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې له ٢٠٠٥ زېږديز کال څخه تر ٢٠١٢ کاله پورې په افغانستان کې د انرژۍ تقاضا دوه برابره زياته شوې ده، په داسې حال کې چې افغانستان د خپل اړتيا وړ ٨٠ سلنه برېښنا له ګاونډيو هېوادونو ترلاسه کوي.
سرچينې زياته شوې چې له يادې مرستې سره به په دشت الوان کې د برېښنا د مرکز پر پراختيا او دغه راز له ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا کابل ته په لېږدولو کې ولګول شي.
دغه راز اسيايي بانک وايي چې له دې پيسو څخه به د بغلان ولايت له دوشي څخه تر باميان ولايته پورې د ٢٢٠ کيلو وراټه برېښنا لين هم وغځول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن