ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په شاولیکوټ کې پنځه پوليس وژل شوي

د کندهار په شاولیکوټ کې پنځه پوليس وژل شوي

author avatar
7 Dec 2016 - 12:11
د کندهار په شاولیکوټ کې پنځه پوليس وژل شوي
author avatar
7 Dec 2016 - 12:11

کندهارښار (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٥): د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې وسله والو پر یوه امنیتي پوسته بريد کړی چې پر مهال یې پنځه پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

پېښه تېره شپه د کندهار- اروزګان پر لویه لاره د شاولیکوټ ولسوالۍ په ساحه کې رامنځته شوې ده.

د شاولیکوټ ولسوال حاجي عبدالغني پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو د کندهار- اروزګان د نوې لارې د کنډوسر پر نوې جوړه شوې پوسته برید کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه بريد کې ۵ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي او پاتې پولیس یوې بلې امنیتي پوستې ته پر شا شوي دي.

د ده په خبره، په جګړه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دوی ته يې کره شمېره معلومه نه ده.

شاولیکوټ د کندهار له شمالي ولسواليو څخه ده چېرې چې په دې وروستیو کې د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.

بلخوا د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې هم وسله والو پر یوې امنیتي پوسته برید کړی چې ۳ سرحدی پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پژواک اژانس ته وويل، وسله والو د دې ولسوالۍ د بالا ژېړۍ سیمې پر امنیتي پوسته برید کړی و او د دواړو لورو تر منځ درنه جګړه شوې ده.

دی وايي، په جګړه کې یو سرحدي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي، خو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې شمېره یې معلومه نه ده.

د یادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.