ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي

لغمان کې د ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي

author avatar
7 Dec 2016 - 12:47
لغمان کې د ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي
author avatar
7 Dec 2016 - 12:47

مهترلام (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٥): د لغمان چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د ليندۍ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د ولايت د مرکز مهترلام ښار اړوند د عمرزيو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د افغان ځواکونو چاڼيز عمليات روان وو چې د وسله والو مخالفينو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ پر يوه کور ولګېده.

ځواک وايي چې په دې پېښه کې د يوې کورنۍ څلور غړي او د يوې بلې کورنۍ يو دوولس کلن ماشوم ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې يوه ٤٠ کلنه مېرمن، ١٤ کلنه نجلۍ، ١٨ کلن ځوان او دوه ماشومان شامل دي.

د والي وياند وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.